کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۵): ننګرهار کې ځايي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د چرګانو یوه فارم نړېدو له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی، یو بل ټپی دی او ګڼ شمېر چرګان هم تلف شوي دي.
د هسکې مېنې ولسوالۍ د کیلنیک یوه ډاکټر زرغون شینواري پژواک ته وویل چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې د سرې کلا سیمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه چې په یاده سیمه کې د چرګانو يو فارم د وروستیو ورښتونو له امله نړیدلی چې له امله يې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی، یو بل ټپي شوی او ګڼ شمېر چرګان هم تلف شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سخت ورښتونه روان دي چې له امله يې تر اوسه تر ۵۰ زیاتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او تر سلو زیات ټپیان شوي دي.