Language

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله اوزبېکستان ته ولاړه

کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۵): د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د اسیا د اتلولۍ «کافا» سیالیو کې د ګډون په موخه نن اوزبېکستان ته ولاړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د هېواد د فوټبال ۱۷ کلنه ملي لوبډله د د ۲۰۲۶ کال اسیا «کافا» اتلولۍ سیالیو کې د ګډون موخه نن سهار د اوزبېکستان پلازمېنې تاشکند ته روانه شوه.

دغه سیالۍ د افغانستان، قرغیزستان، اوزبېکستان، تاجکستان او ترکمنستان د لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

ټاکل شوې چې افغان لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د روانې اپرېل میاشتې په شپږمه له قرغیزستان سره ترسره کړي.