منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:01 غ.م
ننوتل
11° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
لوبې

د جوجیتسو افغان لوبغاړي اسیایي المپیکي سیالیو کې ویټنامي سیال ته ماته ورکړه

· 1 دقیقه لوستل · 30 کتنې

کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د جوجیتسو ملي لوبغاړي محمدسرور حسیني په شلم پړاو اسیایي المپیکي سیالیو کې خپل ویټنامي سیال ته ماته ورکړه او بل افغان لوبغاړي نورالله شفايي بیا له بحریني سیاله ماته وخوړه.

د افغانستان د جوجیتسو ملي فدراسیون ویلي چې محمدسرور حیسني نن سهار له خپل ویټنامي سیال سره د سیالۍ ډګر ته کښته شو او ماته یې ورکړه او په دغو سیالیو کې یې د اتو غوره لوبغاړو پړاو ته لار پیدا کړه.

سرچینه زیاتوي، په دغو سیالیو کې د جوجیتسو بل ملي لوبغاړي نورالله شفايي په ۶۲ کیلوګرامه وزن کې بحریني ورزشکار عبدالله علي ته لوبه وبایله او له دغو سیالیو بهر شو.

دغه‌راز، شلم پړاو اسیایي المپیکي سیالۍ د افغانستان په ګډون د اسیا د ۴۵ هېوادونو ترمنځ په ۴۱ ورزشي رشتو کې د سپټمبر له ۱۹مې د جاپان په ایچي-ناګویا ښار کې پیل شوې دي.