کابل (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۵): د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکوي چې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د شپولي زیارت هغه دمګری چې ادعا یې کړې وه، د ناروغانو له پېریانو سره په مبایل خبرې کوي، نیول شوی دی.
د یادونې ده، نیول شوي کس څه موده مخکې د پژواک خبري اژانس یوه خپرونه کې ادعا کړې وه چې د ناروغانو له پېریانو سره په مبایل خبرې کوي، څو هغوی ته تکلیف ونه رسوي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، نیول شوي کس ادعا کړې وه چې د ناروغانو له پېریانو سره د مبایل له لارې اړیکه نیسي او پیریان د هغه خبرې درک کوي.
سرچینه زیاتوي چې دا ډول کړنې او ادعاوې خرافات بلل کېږي او له شرعي اصولو سره په ټکر کې دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وزارت د ټولنې د اصلاح او خرافاتو او ناسمو باورونو مخنیوي ته ژمن دی او هیچا ته اجازه نه ورکوي څو د خلکو پر باورونو لوبې وکړي او له هغوی په ورته پلمو پیسې واخلي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، محتسبینو د روانې اونۍ په اوږدو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو ۲۴ کوډګر هم نیولي دي.