ژبه

د بریتانیا استازی لیندزي: افغانستان او پاکستان دې خبرو او ډیپلوماسۍ ته راوګرځي

کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۵): د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لیندزي کابل ته خپل سفر «ګټور» بولي او وایي چې د اسلامي امارت له چارواکو سره په لیدنو کې یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرو او ډیپلوماسۍ ته پر بېرته ګرځېدو ټینګار کړی دی.

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی ریچارډ لیندزي د روانې اوونۍ د سې‌شنبې په ورځ کابل ته راغلی او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې لیدنې او خبرې کړې دي.

نوموړي نن (پنج‌شنبه) په کابل کې له خبریالانو سره په ناسته کې دغه سفر ډېر ګټور وباله او ویې ویل: «دغه سفر په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر اړیکو متمرکز و. دې موضوع دلته له مسوولینو سره زما د خبرو لویه برخه جوړه کړې وه. ما خبرو او ډیپلوماسۍ ته پر بېرته ګرځېدو ټینګار کړی دی.»

هغه له پاکستانه افغانستان ته د بشري مرستو د رسېدو لپاره د لارو پر پرانیستل کېدو هم ټینګار وکړ او دا موضوع یې ډېره مهمه وبلله؛ ځکه د نوموړي په خبره، لږ تر لږه یو میلیون کسان، د نارینه‌وو، ښځو او ماشومانو په ګډون، مرستو ته سخته اړتیا لري.

ریچارډ لیندزي وویل چې افغانستان او پاکستان باید د اختلافاتو د حل لپاره مهم ګامونه واخلي.

هغه زیاته کړه: «هیله لرم چې ارومچي کې د چین په کوربه‌توب له ترسره شوو خبرو وروسته مثبت پرمختګونه رامنځته شي. همداراز، ځینو نورو هېوادونو هم د منځګړیتوب لپاره چمتووالی ښودلی دی.»

لیندزي وویل: «همداراز غواړم په دې نښتو کې د ملکي وګړو د ژوند له لاسه ورکولو له امله خپله خواخوږي څرګنده کړم. زه دواړه لوري هڅوم چې داسې اقدامات وکړي څو د ملکي وګړو د لا ډېرو تلفاتو مخه ونیول شي؛ که هغه د تروریزم له امله وي او که د پوځي عملیاتو له امله. دغو نښتو افغانستان ته د بشري مرستو پر رسېدو لوی اغېز کړی دی.»

نوموړي د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل چې بریتانیا روان کال په افغانستان کې د روغتیا، تغذیې، خوراکي توکو، معیشت او زده‌کړو په برخو کې د بشري مرستو د ملاتړ لپاره ۱۵۰ میلیون پونډه لګولي دي.

ریچارډ لیندزي د افغانستان او بریتانیا ترمنځ د اړیکو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «د بریتانیا او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په اړه، موږ د دغو اړیکو پیاوړتیا ته ژمن یو.»

د هغه په وینا، دا کار هغو اقداماتو پورې تړلی چې باید د افغان چارواکو له لوري ترسره شي.

د ده په خبره، کابل ته یې د سفر یو دلیل همدا و چې د اسلامي امارت له مسوولینو سره خبرې وکړي او روښانه کړي چې د اړیکو د پیاوړتیا لپاره کوم ګامونه اړین دي.

هغه زیاته کړه: «موږ دې کار ته لېواله یو؛ ځکه دا د افغانستان له راتلونکې سوکالۍ سره مرسته کوي.»

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې همداراز وویل چې بریتانیا اوس‌مهال په لندن کې د افغانستان د سفارت د بیا پرانیستلو کوم پلان نه لري او دا چاره په راتلونکي کې د ځینو ګامونو اخیستو ته اړتیا لري.