کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۵): د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د مالدیف هېواد په څلور اړخیزو سیالیو کې ګډون کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن ویلي، په یادو څلور اړخیزو سیالیو کې چې په مالدیف کې ترسره کېږي، د افغانستان، مالدیف او پاکستان ملي لوبډلې او د بنګلهدېش د ۲۳ کلنو لوبډله برخه لري.
د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ د راتلونکې جون میاشتې په لومړۍ نېټه پیلېږي او د همدې میاشتې تر لسمې دوام کوي.