کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د سوېلي وزیرستان په واڼه کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله د وزیرو د یوه قومي مشر ملک طارق وزیر په ګډون درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
جیونیوز لیکلي، دغه چاودنه نن دوشنبه سهار د واڼه د رستم بازار ګلشن پلازا ته نږدې هغه مهال شوې چې د ملک طارق وزیر موټر له سیمې تېرېده.
د راپور له مخې، ځایي پولیسو ویلي چې ناپېژانده وسلهوالو د شپې له لوري ګلشن پلازا ته نږدې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو او نن سهار یې چاودنه کړې ده.
په راپور کې راغلي چې د وژل شوو کسانو مړي او ټپیان د واڼه ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.