ژبه

د اریانا افغان هوايي شرکت د کابل – ډیلي ترمنځ ورځنۍ الوتنې پیل کړې

توسط Khwaja Nasir Sideqi

مې 25, 2026 - 9:54 am

Views: 10

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۵): د اریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی چې مسافرو ته د اسانتیا او د سفر تقاضا ډېرېدو ته د ځواب ویلو په موخه یې د کابل او ډیلي ترمنځ ورځنۍ الوتنې پیل کړې دي.

یاد هوايي شرکت پرون (یکشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پرېکړه د خدماتو د ښه‌والي او د کابل – ډیلي په مسیر کې د مسافرو د لېږد د ظرفیت زیاتوالي په هدف شوې ده.

شرکت ویلي چې له دې مخکې په دغه مسیر کې په اوونۍ څلور الوتنې ترسره کېدې، خو له دې وروسته دا الوتنې ورځنۍ شوې او مسافر کولی شي هره ورځ په منظم ډول له دواړو خواوو سفر وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «اوس مسافر کولی شي هره ورځ په منظم ډول د کابل – ډیلي ترمنځ سفر وکړي او له ډېرو اسانتیاوو برخمن شي، په داسې حال کې چې مخکې په دغه مسیر کې هره اونۍ څلور پروازونه ترسره کېدل.»

دغه شرکت زیاته کړې چې د کابل – ډیلي د ورځنیو پروازونو پیل به د سوداګرۍ، درملنې، زده‌کړو او کورنۍ سفرونو برخه کې د خلکو تګ راتګ لا اسانه او چټک کړي.