ژبه

کله چې د افغانستان طبیعي ډبرې د ښځو د پیاوړتیا په وسیله بدلېږي

کوثر مصباح

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱:۳۲

Views: ۲۶

کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۵): کابل کې د ادیبه محمدي په نوم یوې ښځې له طبیعي ډبرو د ګاڼو جوړولو د یوه کوچني ورکشاپ په جوړولو سره نه یوازې د خپلې کورنۍ په اقتصادي پیاوړتیا کې ونډه اخیستې، بلکې ۱۰ نورو ښځو ته یې د کار زمینه هم برابره کړې ده.

پژواک دغه ځل په «ائینۀ زن» خپرونه کې له ادیبه محمدي سره د هغې پر فعالیتونو خبرې کړې، هغه ښځه چې د افغانستان په روغتیايي نظام او بشري بنسټونو کې له کلونو کار وروسته، د ښځو له وړتیاوو او د هېواد له طبیعي سرچینو په الهام اخیستو یې داسې کاروبار رامنځته کړی چې موخه یې یوازې د ګاڼو تولید نه، بلکې د افغان ښځو اقتصادي پیاوړتیا ده.

ادیبه محمدي د کابل ښار د ۱۱مې ناحیې اړوند د ۳۱۵ سیمې اوسېدونکې ده او ۳۲ کاله مخکې په یوه روڼ‌اندې کورنۍ کې زېږېدلې ده. هغې د کابل د طبي علومو پوهنتون د عامې روغتیا برخه کې د لیسانس او د جرمني یوه پوهنتون د روغتیايي پاملرنې مدیریت برخه کې د ماسټرۍ سندونه ترلاسه کړي دي.

مېرمن محمدي واده کړې او درې اولادونه لري.

په روغتیايي بنسټونو کې کار

ادیبه محمدي له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې وویل: «ما ډېر کلونه د افغانستان له روغتیايي نظام او بشري بنسټونو سره کار کړی؛ په دې موده کې مې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې له ډېرو ښځو سره لیدلي او خبرې کړې دي.»

هغه چې د روغتیا برخه کې د کار پر مهال یې د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کړي وايي، تر ډېره یې د ښځو لپاره د پوهاوي ورکولو پروګرامونو او د مرستو په وېش کې کار کړی او د ښځو وضعیت او ستونزې یې له نږدې لیدلې دي.

مېرمن محمدي اقتصادي کمزوري د افغان ښځو له اساسي ستونزو بولي او وايي: «زه دې نتیجې ته ورسېدم چې یوازې د بشري خدمتونو وړاندې کول د افغان ښځو ستونزې نه شي حل کولای؛ زما باور دا دی چې د فرصتونو برابرول، د مهارتونو لوړول او ښځو ته د مالي خپلواکۍ زمینه برابرول کولای شي د هغوی ډېرې ستونزې راکمې کړي.»

هغې زیاته کړه: «ما تل ډېرې داسې ښځې لیدې چې وړتیاوې یې درلودې، خو د خپلو وړتیاوو کارولو فرصت یې نه درلود؛ دغه حالت تل زما ذهن بوخت ساته، تر دې چې پرېکړه مې وکړه د هغوی د مرستې لپاره یوه لاره پیدا کړم.»

نوموړې وايي، د افغان ښځو د ستونزو لیدلو دې ته وهڅوله چې تر خپله وسه د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لپاره کار وکړي.

هغه لار چې د دې موخې لپاره دیبا محمدي غوره کړه

مېرمن محمدي وايي، د خپلې موخې د عملي کولو لپاره یې له خپلو ملګرو سره خبرې او مشورې وکړې، څو د دغه کار ترسره کولو لپاره یوه مناسبه لاره پیدا کړي.

هغې وویل: «له څو هغو ملګرو سره مې چې له طبیعي ډبرو د ګاڼو جوړولو برخه کې یې کار کاوه، خبرې وکړې او په ګډه مو وویل چې یو کار پیل کړو. موږ پرېکړه وکړه چې یو کوچنی ورکشاپ جوړ کړو او همداسې مو وکړل.»

«مهرنګار»؛ هغه ځای چې دیبا خپلو هیلو ته پکې ورسېده

مېرمن او ملګرو یې یو کال مخکې د دوه زره امریکايي ډالرو په پانګونه «مهرنګار» کارخونه جوړه کړه؛ دا یو کوچنی ورکشاپ دی چې پکې له طبیعي ډبرو لکه لاجورد، عقیق، امېتیست، فلورایډ، زمرد، تورمالین او نورو ډبرو ګاڼې جوړېږي.

مېرمن دیبا محمدي وویل: «اوس په مهرنګار کې پنځه ښځې له موږ سره په مستقیم ډول کار کوي او پنځه نورې ښځې په خپلو کورونو کې په غیرمستقیم ډول د ګاڼو په جوړولو بوختې دي.»

د دغو ښځو په خبره، دوی د فعالیت له پیل مخکې د ګاڼو جوړولو په روزنیزو کورسونو کې ګډون کړی او د اړینو مهارتونو له زده کولو وروسته یې عملي کار پیل کړی دی.

دستبندونه، غاړکۍ، تسبیح او نورې ګاڼې د بېلابېلو طرحو او ښکلي ظرافت په لرلو سره د دغو ښځو په لاس جوړېږي او د انلاین له لارې پېرېدونکو ته وړاندې کېږي.

ادیبه محمدي وايي، مېړه یې تل د هغې هڅوونکی او ملاتړی پاتې شوی او د پېرېدونکو د فرمایشونو په رسولو کې هم ورسره مرسته کوي.

هغې له خپل عاید څخه خوښي څرګنده کړې او وايي چې د پېرېدونکو شمېر یې ورځ تر بلې ډېرېږي. د نوموړې په وینا، په ځانګړو مناسبتونو لکه اختر، نوي کال او نورو مراسمو کې یې میاشتنی عاید کله ناکله له ۵۰ زره افغانیو هم اوړي.

د هغې په خبره، له دغه کاره ترلاسه کېدونکی عاید نه یوازې د هغې د کورنۍ د اقتصادي وضعیت په ښه‌والي کې مهم رول لري، بلکې ۱۰ نورو ښځو ته یې د مزدورۍ له لارې هم د کار زمینه برابره کړې ده.

«مهرنګار» یوازې ورکشاپ او برنډ نه، بلکې باید د روزنې ځای هم وي

ادیبه محمدي وايي، په دغه ورکشاپ کې نجونو او ښځو ته د ګاڼو جوړولو روزنه هم ورکول کېږي، څو د دغه مسلک په زده کولو سره پر ځان بسیا شي او پر خپلو پښو ودرېږي.

هغې وویل: «ډېر خلک فکر کوي چې مهرنګار یوازې د ګاڼو یو برنډ دی؛ په داسې حال کې چې ګاڼې یوازې د دې لارې پیل دی؛ مهرنګار د افغان ښځو د پیاوړتیا لپاره یو ټولنیز کاروبار دی؛ موږ غواړو د هنر، مهارتونو زده ‌کولو، کارموندنې او اقتصادي فرصتونو رامنځته کولو له لارې له ښځو سره مرسته وکړو، څو پر خپلو پښو ودرېږي او د ځان او خپلو کورنیو لپاره ښه راتلونکی جوړ کړي.

 هغې زیاته کړه: «اوس مهال پر ډېرو پروګرامونو کار کوو؛ هڅه کوو چې مهرنګار یوازې د ګاڼو برخه کې فعالیت ونه لري، بلکې د روزنیزو پروګرامونو، کوچینګ او سیمینارونو له لارې نورې ښځې هم جذب او د هغوی ظرفیت لوړ کړو.»

ښځو ته د هیلې او هڅې پیغام

مېرمن محمدي له ښځو غواړي چې له ستونزو سره سره له هڅو لاس وانخلي او وايي: «ښايي شرایط تل زموږ د خوښې مطابق نه وي، خو مهمه دا ده چې پر خپلو وړتیاوو او مهارتونو کار وکړو او قوي اراده ولرو. که څه هم یو کوچنی ګام واخلو، یوه ورځ به پوه شو چې یوه اوږده لاره مو وهلې ده او دا هر څه له هماغه کوچني ګام څخه پیل شوي وو.»

نوموړې وايي، «مهرنګار» اوس خپل لومړی کال بشپړ کړی او په دې موده کې یې له شته ستونزو سره سره ارزښتناکې تجربې ترلاسه کړې دي.

هغې زیاته کړه: «هر ګام چې مو پورته کړ، موږ یې پیاوړي کړو او د ستونزو د هواري توان یې راکړ.»

په «مهرنګار» کې یوه کارکوونکې ښځه

د «مهرنګار» یوه کارکوونکې ثنا معتصم وايي چې د دغه بنسټ له لارې یې د ډیجیټل بازارموندنې په یوه روزنیز کورس کې ګډون کړی او وروسته یې د محتوا جوړولو له برخې سره لېوالتیا پیدا کړې ده.

هغې وویل: «اوس په مهرنګار کې د محتوا جوړولو او له پېرېدونکو سره د اړیکو برخه کې کار کوم او هڅه کوم چې د مناسبو محتواوو په جوړولو سره د دغه برنډ محصولات او هویت مخاطبینو ته ور وپېژنم.»

د نوموړې په وینا، د باکیفیته محتوا له لارې د محصولاتو سمه معرفي د «مهرنګار» په پېژندنه کې مهم رول لري. هغې زیاته کړه چې له عکاسۍ سره هم لېوالتیا لري او هڅه کوي چې د «مهرنګار» د محصولاتو اصالت او ښکلا په انځورونو کې خلکو ته وښيي.