ژبه

د امریکا د استازو جرګې له ایران سره د جګړې درولو پرېکړه‌لیک تصویب کړ

توسط احمد صهیب حسرت

جون 4, 2026 - 9:21 am

Views: 9

کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۵): د امریکا متحده ایالتونو د استازو جرګې له ایران سره د جګړې درولو یو پرېکړه‌لیک د ۲۱۵ موافقو رایو په ورکولو تصویب کړ.

رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا متحده ایالتونو د استازو جرګې دغه پرېکړه‌لیک د چهارشنبې په ورځ تصویب کړ؛ هغه پرېکړه‌لیک چې د عملي کېدو په صورت کې به ولسمشر ډونالډ ټرمپ مکلف کړي څو د ایران پر ضد جګړه پای ته ورسوي او امریکايي ځواکونه له دې شخړې وباسي، مګر دا چې کانګرس په رسمي ډول د پوځي ځواک د کارولو اجازه ورکړي.

د راپور له مخې، دغه پرېکړه‌لیک د ۲۱۵ موافقو رایو په ورکولو تصویب شو او د جمهوري‌غوښتونکو ګوند څلورو غړو هم د ډیموکراتانو ترڅنګ ترې ملاتړ وکړ؛ هغه څه چې له ایران سره د جګړې د دوام په اړه د جمهوري‌غوښتونکو ګوند دننه د اندېښنو زیاتېدو څرګندونه کوي.

په راپور کې راغلي چې که څه هم دغه اقدام اوس‌مهال تر ډېره سمبولیک اړخ لري؛ ځکه د عملي کېدو لپاره د سنا جرګې تصویب ته هم اړتیا لري، خو وروستۍ رایه‌ورکونه د ولسمشر ټرمپ لپاره یو سیاسي ګوزار بلل کېږي او د ایران په اړه د هغه له پالیسیو سره د مخالفتونو د زیاتېدو څرګندونه کوي.

د رویټرز په خبره، ډیموکراتان استدلال کوي چې د امریکا د اساسي قانون له مخې، یوازې کانګرس د جګړې د اعلان صلاحیت لري او ولسمشر باید د قانون جوړوونکو له اجازې پرته هېواد یوې اوږدمهالې جګړې ته داخل نه کړي.

د راپور له مخې، هغوی د روانې جګړې له امله د ژوند د لګښتونو له زیاتېدو او د سون‌ او خوراکي توکو د بیو پر لوړېدو هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

بل‌خوا، د ټرمپ ادارې ټینګار کړی چې د ایران پر ضد پوځي عملیات د امریکا د ملي امنیت د ساتنې او اټومي وسلو ته د تهران د لاسرسي د مخنیوي لپاره اړین دي.

دغه رایه‌اچونه داسې مهال ترسره کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ جګړه خپلې څلورمې میاشتې ته داخله شوې او د امریکا د کانګرس د منځ‌مهالو ټاکنو په درشل کې پر یوه مهمه سیاسي موضوع بدله شوې ده.