کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵): اروپايي ټولنې ایټالوی ډیپلومات نیکولا بلومو په افغانستان کې د خپل نوي سفیر په توګه ټاکلی دی.
اروپايي ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ عالي استازې او د اروپايي کمېسیون مرستیالې، کایا کالاس د اروپايي ټولنې د ۳۳ سفیرانو او د دې ټولنې د استازولیو د اوو مرستیالانو د ټاکنې اعلان کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې نیکولا بلومو په افغانستان کې د سفیر په توګه ګومارل شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، بلومو اوس مهال د اروپايي ټولنې د افریقايي چارو د څانګې مشري پر غاړه لري او له دې مخکې یې په روانډا کې د اروپايي ټولنې د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.
د یادونې ده، د هغه ټاکنه به د اسلامي امارت له تایید او د اړینو اداري پړاوونو له بشپړېدو وروسته وروستۍ بڼه خپله کړي.
د خبرپاڼې له مخې، اروپايي ټولنې برازیل، د کانګو جمهوریت، البانیا، هند، اندونیزیا، جاپان، کینیا، لیبیا او یو شمېر نورو هېوادونو ته هم نوي سفیران ټاکلي دي.