ژبه

د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه وروستۍ شوه؛ د جمعې په ورځ به لاسلیک شي

احمد صهیب حسرت

۲۵ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۰۹:۰۴

Views: ۳۰

کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۵): ایران او امریکا اعلان کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ هوکړه وروستۍ شوې ده؛ هغه هوکړه چې ټاکل شوې د راتلونکې جمعې په ورځ په سویس کې رسماً لاسلیک شي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا دارالانشا ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو د مذاکراتو په اړه د تفاهم‌لیک متن وروستی شوی دی.

په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه تفاهم‌لیک له څو میاشتو سختو او ژورو خبرو اترو وروسته، د ایران د ملي امنیت د عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ نهایي شوی دی.

د دغه متن له مخې، جګړه او پوځي عملیات به په ټولو جبهو، د لبنان په ګډون، له تېرې شپې راهیسې په بېړني او دایمي ډول پای ته رسېږي او پر ایران لګېدلې سمندري محاصره به هم په بشپړه توګه لرې شي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د دغه تفاهم‌لیک رسمي لاسلیک به د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره شي او د وروستۍ هوکړې لپاره خبرې اترې به د مقابل لوري له خوا د ژمنو تر عملي کېدو وروسته دوام ومومي.

همدارنګه، د نیویارک پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی، د هرمز تنګی به چې د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه نفت ترې تېرېږي، د جمعې په ورځ په سویس کې د هوکړې له لاسلیک سره هم‌مهاله بېرته پرانیستل شي.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم تېره شپه اعلان وکړ چې له ایران سره یوې هوکړې ته رسېدلی دی.

ټرمپ پر خپلې ټولنیزې شبکې «ټروث سوشال» لیکلي: «له اسلامي جمهوریت ایران سره هوکړه وروستۍ شوې ده. زه دا بریا ټولو ته مبارکي وایم.»

هغه زیاته کړې چې هرمز تنګی به له هر ډول تعرفې او ګمرکي محصول پرته په بشپړه توګه پرانیستل شي او د ایران پر وړاندې به د امریکا سمندري محاصره پای ته ورسېږي.

د امریکا ولسمشر همدارنګه لیکلي: «د نړۍ بېړۍ دې خپل انجنونه چالان کړي او د نفتو لېږد دې بېرته پیل کړي.»