منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۳ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

امریکا د ایران ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر ته نیویارک ته د سفر اجازه ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۵): نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ته د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون لپاره نیویارک ته د سفر اجازه ورکړې ده.

د اسوشیټېډ پرېس (AP) د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پنجشنبه ماښام اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو په غونډو کې د ګډون لپاره د ایران «اصلي پلاوي» او اړوندو اړینو کارکوونکو ته ویزې ورکړل شوې دي.

د راپور له مخې، امریکايي چارواکو چې نه یې غوښتل نومونه یې خپاره شي، ویلي چې پزشکیان او عراقچي د ایران په اصلي پلاوي کې شامل دي.

د ویزو له ورکړې سره سره، د ایران د پلاوي غړي به په امریکا کې د تګ راتګ له محدودیتونو سره مخ وي او له تجملي او ځینو نورو توکو له پېرلو منع شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې سږ کال به د ایران د پلاوي د غړو شمېر د تېر کال په پرتله کم وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د امریکا له لوري د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ته د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون لپاره د ویزو د ورکړې په اړه څه نه دي ویلي.