کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵): د بهرنيو چارو وزیر، مولوي امیر خان متقي، په سیاسي او د سولې ټینګښت چارو کې د ملګرو ملتونو له مرستیالې سرمنشي، روزمیري ډیکارلو، سره په ټلیفوني خبرو کې د متقابل تفاهم، رغنده تعامل او لا زیاتې همکارۍ پر دوام خبرې کړي دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د خبرو اترو په ترڅ کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو او د مرستو د بهیر د لا اغېزمنتیا په اړه بحث وشو.
سرچینه زیاتوي، په دې برخه کې د سرمنشي مرستیالې د اسلامي امارت له لوري د بشري فعالیتونو لپاره د برابر شویو اسانتیاوو او همکاریو قدرداني وکړه او هغه یې د مرستو د اغېزمن او پر وخت رسېدو لپاره مهمه وبلله.
همداراز هغې د یوناما په تړاو د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات شریک کړي او په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو د روانو هڅو په اړه توضیحات وړاندې کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په پای کې دواړو لوریو د متقابل تفاهم، رغنده تعامل او لا زیاتې همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ.