ژبه

بامیانو کې د یکاولنګ د اوسپنې کان د استخراج تړون لاسلیک شو

سهراب سروري

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۶:۱۳

Views: ۱۴

کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵): د بامیانو د یکاولنګ د اوسپنې کان د ۳۰ کلن استخراج تړون د څه باندې ۴۳۸ میلیون افغانیو په پانګونې او ۲۰ سلنه رویالټي سره لاسلیک شوی او ټاکل شوې چې د دې پروژې ټول معدني مواد د هېواد دننه پروسس شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت نن (شنبه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه وزارت وزیر ملا هدایت‌الله بدري، د یاد کان تړون چې ټولیز مساحت یې ۸۵ کیلومتره مربع دی، له څه باندې ۴۳۸ میلیون او ۹۶۱ زره افغانیو پانګونې او ۲۰ سلنه رویالټي سره له دوو کورنیو شرکتونو «نظري رحیمي» او «خان وزیري» سره لاسلیک کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د کانونو او پټرولیم وزیر د دغه تړون د لاسلیک په مراسمو کې ویلي چې د یاد کان تړون د ۳۰ کلونو لپاره شوی او مشروط پر دې دی چې قراردادي شرکتونه د کانونو له اصولو، کړنلارو او خپلو ژمنو سره سم فعالیت وکړي.

ده زیاته کړې چې له قراردادي شرکتونو سره د شوې هوکړې او ژمنو پر بنسټ، د دې پروژې د معدني موادو سل سلنه پروسس به د هېواد دننه ترسره کېږي.

د هغه په خبره، د دې پروژې په پلي کېدو سره به لسګونو تنو ته کاري فرصتونو برابر شي.