ژبه

امریکا له زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره وینزویلا ته مرستندویې ډلې استوي

احمد صهیب حسرت

۴ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۳۱

Views: ۱۳

کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۵): د امریکا متحده ایالتونو ویلي چې په وینزویلا کې له زورورو زلزلو وروسته یې د دغه هېواد له چارواکو سره اړیکه نیولې او له زیانمن شوو سره د مرستې لپاره مرستندویې ډلې استوي.

د امریکا د ځمک‌پوهنې ادارې ویلي چې په وینزویلا کې د زورورو زلزلو له امله د درنو تلفاتو او پراخو زیانونو احتمال شته او لومړنۍ ارزونې ښيي چې د مړه کسانو شمېر ښايي له لس تر سل زرو کسانو پورې ورسېږي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کریسټوفر لانډو پر اېکس‌پاڼه لیکلي، امریکا د وینزویلا له چارواکو سره په اړیکه کې ده او د مرستو بهیر یې پیل کړی دی. هغه دغه زلزلې «ویجاړوونکې» بللې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي جرمي لوین په وینا، امریکا طبیعي پېښو ته د رسېدنې یوه ځانګړې ډله او د مرستو د همغږۍ ډله فعالې کړې څو وینزویلا ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

هغه زیاته کړې چې امریکا به د وینزویلا له لنډمهال حکومت سره په همکارۍ د لټون او ژغورنې ډلې، طبي تجهیزات، بشري مرستې او نور اړین امکانات د دې طبیعي پېښې له رامنځته کېدو وروسته په لومړیو ورځو کې دغه هېواد ته واستوي.

په کاراکاس کې د امریکا سفارت هم ویلي چې د سفارت ټول کارکوونکي روغ او خوندي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې ورځې زورورو زلزلو د وینزویلا د پلازمېنې کاراکاس لوېدیځ کې د یو شمېر ودانیو د نړېدو، تر خاورو لاندې د خلکو د بند پاتې کېدو او د لټون او ژغورنې د پراخو عملیاتو د پیل سبب شوي دي. امریکايي چارواکو او د امریکا د ځمک‌پوهنې ادارې له دې مخکې په دې پېښه کې د درنو تلفاتو او پراخو زیانونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی و.

د رویټرز د راپور له مخې، د وینزویلا د موقت حکومت له واک ته رسېدو وروسته چې مشري یې دلسي رودریګز کوي، په وروستیو میاشتو کې د امریکا او وینزویلا اړیکې د پخوا په پرتله ښې شوې او دواړو هېوادونو په ځینو برخو، په ځانګړي ډول د انرژۍ برخه کې، همکاري پیل کړې ده.