ژبه

هوتک او صافي د شانګهای سازمان په ووشو سیالیو کې د برونزو مډالونه وګټل

ویدا قلندري

۶ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۴:۳۲

Views: ۴

کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۵): افغان لوبغاړو محمد خالد هوتک او شهزاده صافي د شانګهای سازمان د ووشو په سیالیو کې د برونزو مډالونه وګټل او ټاکل شوې سبا د سپینو زرو مډال ته د لارموندنې لپاره د خپلو ایراني او هانګ‌کانګي سیالانو پر وړاندې سیالۍ وکړي.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې محمد خالد هوتک د شانګهای د همکاریو سازمان د ووشو سیالیو د ۷۰ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې، له سیالۍ پرته، د برونزو مډال خپل کړ.

د یاد ریاست ویاند اتل مشواڼي پژواک ته وویل، هوتک په درجه‌بندۍ کې د لوړې رتبې لرلو له امله په لومړي پړاو کې استراحت وکړ او د یوه لوبغاړي له انصراف وروسته یې د برونزو مډال ګټل یقیني شول.

د هغه په وینا، هوتک به سبا (یک‌شنبه، د چنګاښ ۷مه) د سپینو زرو مډال ته د لارموندنې لپاره د ایران له ووشو لوبغاړي عرفان محرمي سره سیالي وکړي.

یاد ریاست همداراز لیکلي چې بل افغان لوبغاړي شهزاده صافي د شانګهای د همکاریو سازمان د ووشو اسیايي سیالیو د ۵۶ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې خپل قزاقستانی سیال ته په ماتې ورکولو د برونزو مډال وګاټه.

په خبرپاڼه کې راغلي، صافی به هم سبا (یک‌شنبه، د چنګاښ ۷مه) د سپینو زرو مډال ته د لارموندنې لپاره د خپل هانګ‌کانګي سیال پر وړاندې سیالي وکړي.

د شانګهای د همکاریو سازمان د ووشو سیالۍ د جون په ۲۶مه د چین په کوربتوب او د ۱۸ هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون پیل شوې او د جون تر ۲۹مې به دوام ولري.

افغانستان په دغو سیالیو کې د شپږو ورزشکارانو په ګډون برخه اخیستې ده.