ژبه

د فوټبال نړۍوال جام؛ برازیل، پاراګوای او مراکش د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته ووتل

سهراب سروری

۹ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۴۴

Views: ۳

کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۵): د برازیل، پاراګوای او مراکش د فوټبال ملي لوبډلو د فوټبال ۲۰۲۶ نړۍوال جام د ۳۲ غوره لوبډلو پړاو سیالیو کې خپلو سیالانو ته له ماتې ورکولو وروسته د دغو سیالیو د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته لار ومونده.

د ۲۰۲۶ فوټبال نړۍوال جام د امریکا، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربه‌توب روان دی.

د راپورونو له مخې، برازیل جاپان ته ۲ پر ۱ ماتې ورکړه.

جاپان د لوبې په ۲۹مه دقیقه کې د کایشو سانو په ګول کولو مخکې شو، خو کاسیمیرو په ۵۶مه دقیقه کې لوبه مساوي کړه او ګابریل مارټینلي د دویمې نیمایي د اضافي وخت په پنځمه دقیقه کې د برازیل د بریا ګول وواهه او خپله لوبډله یې ۱۶ غوره پړاو ته ورسوله.

په بله لوبه کې، پاراګوای له جرمني سره تر ۱۲۰ دقیقو پورې له ۱-۱ مساوي وروسته د پنالټي په کولو ۴ پر ۳ بریا خپله کړه او د نړۍوال جام یوه له سترو حیرانوونکو پایلو یې ثبت کړه. پاراګوای له ۲۰۱۰ کال وروسته د لومړي ځل لپاره د نړۍوال جام د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته لار ومونده.

خوسې کاناله د پاراګوای بریا ورکوونکې پنالټي په ګول بدل کړ او ټاکل شوې دغه لوبډله په بل پړاو کې د فرانسې او سویډن د لوبې له ګټونکي سره مخ شي.

همدارنګه، مراکش له هالنډ سره تر قانوني او اضافي وختونو وروسته د ۱-۱ مساوي پایلې له ثبتېدو وروسته، د پنالټیو په ضربو سره ۳ پر ۲ بریا خپله کړه او د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته یې لاره پیدا کړه.

هالنډ د لوبې په ۷۲مه دقیقه کې د کوډي ګاکپو په ګول مخکې شو، خو ایسا دیوپ د دویمې نیمایي د اضافي وخت په لومړۍ دقیقه کې لوبه مساوي کړه.

اسماعیل صیباري هم د مراکش بریا ورکوونکی پنالټي په ګول بدل کړ او ټاکل شوې دا لوبډله د راتلونکي پړاو په لوبه کې د شنبې په ورځ له کاناډا سره مخ شي.