ژبه

دوو افغان لوبغاړو د سوېلي اسیا سیالیو کې یو د سرو او یو د سپینو زرو مډالونه وګټل

هجرت‌الله کاکړ

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۵:۲۸

Views: ۲

کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس دوو ملي لوبغاړو د سوېلي اسیا سیالیو کې یو د سرو او یو د سپنیو زرو مډالونه وګټل.

د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د سوېلي اسیا ۱۶م پړاو سیالیو په لومړۍ ورځ کې میوند بابکرخېل د سرو زرو او ریاض رحمان احسان د ۲۱ کلنو ځوانانو په کټګورۍ کې د نقرې مډال ترلاسه کړ.

د سوېلي اسیا سیالۍ د بوتان په پلازمېنه تیمفو کې ترسره کېږي او په دغو سیالیو کې له افغانستانه ۱۵ ورزشکاران ګډون کړی دی.