فیروزکوه (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۵): په داسې حال کې چې د اقلیمي بدلونونو او وچکالۍ له امله په غور ولایت کې دودیزه کرنه له ګڼو ستونزو سره مخ شوې، یو شمېر کروندګر د شنو خونو کرکېلې او څاڅکي اوبولګولو سیسټم ته په مخه کولو سره توانېدلي د خپلو حاصلاتو کچه لوړه کړي؛ خو د اسانتیاوو او حاصلاتو ته د مناسب بازار له نشتوالي شکایت کوي.
د غور ولایت مسوولین وايي، په تېرو دوو کلونو کې په دغه ولایت کې د شنو خونو شمېر زیات شوی او دا مهال تر ۱۲۰ ډېرې فعالې شنې خونې شته چې د څاڅکي اوبولګولو پر سیسټم سمبالې دي.
رمضان چې ۳۷ کاله عمر او شنه خونه لري، پژواک ته وویل چې اقلیمي بدلونونو او وچکالۍ په دغه ولایت کې کرنه سخته زیانمنه کړې او د کروندګرو ځمکې نور ښه حاصلات نه ورکوي.
هغه چې د شنو خونو کرنې ته یې مخه کړې، وویل: «د بازار د اړتیا او د خلکو د سبزیو او ترکاریو د غوښتنې له مخې، تېر کال مو د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت یوه شنه خونه جوړه کړه او هڅه مو وکړه چې د څاڅکي اوبولګولو له سیسټمه کار واخلو. خوشبختانه زموږ حاصلاتو ښه نتیجه ورکړې ده.»
نوموړی زیاتوي، له هرې شنې خونې هره ورځ له ۱۰۰ تر ۱۲۰ کیلوګرامه بادرنګ او نور کرنیز محصولات راټولوي او بیا یې ځايي بازار ته لېږدوي.

د هغه په خبره، د شنو خونو لپاره د اړتیا وړ درملو لوړ قیمت او د نباتي ناروغیو د مخنیوي او پېژندنې په اړه د پوهاوي کموالی د ده او نورو شنو خونو لرونکو له مهمو ستونزو څخه دي.
هغه له مسوولو ادارو او اړوندو بنسټونو غواړي چې د تخصصي روزنیزو پروګرامونو په جوړولو او د اړینو درملو په برابرولو سره د شنو خون د لرونکو ملاتړ وکړي.
خو رمضان یوازېنی کس نه دی چې شنه خونه او د څاڅکي اوبولګولو سیسټم یې جوړ کړي؛ د غور یو بل ۴۰ کلن شمسالحق چې شنه خونه لري وایي، په وروستیو کلونو کې د شنو خونو کرنه د ده او د دغه ولایت د ډېرو کروندګرو لپاره د عاید پر یوه باوري سرچینه بدله شوې ده.
د هغه په خبره، په شنو خونو کې د سبزیجاتو تولید نه یوازې د حاصلاتو کچه لوړه کړې، بلکې د کال په بېلابېلو فصلونو کې یې بازار ته د تازه محصولاتو وړاندې کولو زمینه هم برابره کړې ده.
هغه زیاتوي: «پخوا زموږ عاید یوازې د کرنې په یوه فصل پورې تړلی و، خو اوس د شنو خونو په برکت د کال په ډېرو میاشتو کې حاصلات راټولوو او ښه عاید ترلاسه کوو.»
نوموړی د خپلو کرنیزو محصولاتو لپاره د مناسب بازار له نشتوالي شکایت کوي او له حکومتي مسوولینو غواړي چې د کروندګرو ملاتړ وکړي، د هغوی د محصولاتو د پلور لپاره مناسب بازار او ښه بیه برابره کړي او همدارنګه د بهرنیو محصولاتو د وارداتو مخه ونیسي.
هغه وویل: «موږ یو کیلو بادرنګ له اوو تر نهو افغانیو پلورو، یو کیلو رومي بانجان په ۲۰ افغانیو او د کاهو یا شین پیاز هره ګېډۍ په دوو افغانیو خرڅوو؛ خو که زموږ محصولات بهرنیو بازارونو ته صادر شي، عاید به مو ډېر لوړ شي.»
د کرنې چارو یو کارپوه عبدالبصیر سلطان وایي، په غور ولایت کې د شنو خو کرنې پراختیا او د څاڅکي (ډرېپ) اوبولګولو سیسټم کارول د حاصلاتو په زیاتوالي او د اوبو په سپما کې مهم رول لوبولای شي.
د هغه په خبره، دغه لارې چارې د اوبو د کمښت په شرایطو کې د کرنیزو تولیداتو د ښهوالي لپاره ډېرې اغېزناکې دي او د کروندګرو د عاید په لوړولو کې مرسته کوي.
هغه زیاته کړه: «د دې لپاره چې کروندګر له خپلو شنو خونو ډېر او ښه حاصلات ترلاسه کړي، اړینه ده چې د کرنې ریاست مسوولین او هغه بنسټونه چې د کرنې برخه کې تخصص لري، خپله پوهه د شنو خونو له لرونکو سره شریکه کړي، اړین درمل او سرې ورته برابر کړي او لازمې لارښوونې ورته وکړي، څو وکولای شي غوره محصولات تولید کړي.»
بلخوا، د غور د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د رسنیو دفتر مسوول ضیاءالحق جویا وایي چې په دغه ولایت کې د پخوا په پرتله د شنو خونو شمېر زیات شوی دی.
هغه وویل: «په دغه ولایت کې تر ۱۲۰ ډېرې شنې خونې جوړې او ثبت شوې دي چې شاوخوا ۵۰۰ کروندګر پکې د بادرنګ، رومي بانجان، تور بانجان، بامیه، نعناع او نورو سبزیو په کرکېله بوخت دي.»

نوموړي زیاته کړه، د غور د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي چې د شنو خونو کرنې د لا پراختیا لپاره کار وکړي او کروندګرو ته د محصولاتو د کیفیت د ښهوالي او د حاصلاتو د زیاتوالي په موخه لازمې تخنیکي لارښوونې وکړي.