ژبه

کابل ښاروالي: په پنځو کلونو کې ۵۰۰ کیلومتره سړکونه جوړ او ۴۰۰ کیلومتره بیارغول شوي

هجرت‌الله کاکړ

۲۴ زمری ۱۴۰۵ - ۰۹:۲۹

Views: ۱۳

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۵): کابل ښاروالي وایي، په تېرو پنځو کلونو کې یې ۵۰۰ کیلومتره اصلي او فرعي سړکونه جوړ او ۴۰۰ کیلومتره نور بیارغولي، دا مهال پر ۱۶۶ سړکونو کار روان دی او د پروژو د پلي کېدو لپاره ۱۰ زره جایدادونه استملاک شوي دي.

د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه اسلامي امارت یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شو او د واکمنۍ پنځه کاله یې پوره شول.

په همدې موده کې کابل ښاروالۍ د ښار د پراختیا لپاره بېلابېلې پروژې پلې کړې دي.

په پنځو کلونو کې ۵۰۰ کیلومتره نوي سړکونه جوړ شوي

د کابل ښاروالۍ فرهنګي سلاکار او استازي نعمت‌الله بارکزي پژواک ته وویل چې ښاروالۍ په تېرو پنځو کلونو کې د کابل په بېلابېلو سیمو کې د ماسټر پلان له مخې ۵۰۰ کیلومتره سړکونه جوړ کړي دي.

هغه وایي: «۵۰۰ کیلو متره ټول نوي سړکونه دي، په دې کې اصلي او فرغي سړکونه شامل دي، په دې کې ۶۰ متره په پلنوالي سړکونه هم شته، ۳۰ متره سړکونه هم شته، ۲۰ متره سړکونه هم شته، ټول د ماسټر پلان سره مطابق جوړ شوي.»

بارکزي د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې، په ۱۴۰۵ کال کې ۱۶۶ سړکونه تر کار لاندې دي.

د مهمو سړکونو روانې پروژې

د کابل ښاروالۍ استازی وایي، ښاروالي د ځینو هغو لویو سړکونو د کابل ښار اړوند برخې هم جوړوي او پراخوي چې له پلازمېنې څخه د نورو ولایتونو پر لور غځېدلي دي.

د هغه په وینا، یو له دغو پروژو د خیرخانې کوتل سړک دی چې درې اساسي برخې لري؛ د دوو برخو چارې یې بشپړې شوي او ټاکل شوې درېیمه برخه یې د روان کال تر پایه بشپړه شي.

ده وویل، د کابل ښار له منار جام څخه د لوګر پر لور د غځېدلي سړک لومړۍ برخه تر سرخاب سیمې پورې شاوخوا اووه کیلومتره اوږدوالی لري او ټاکل شوې چارې یې د روان کال تر پایه بشپړې شي. د هغه په وینا، د دغه مسیر د دویمې برخې کارونه هم پیل شوي او تمه ده په شاوخوا ۱۵ میاشتو کې بشپړ شي.

بارکزی وایي، د کابل ښار له مکرویانو څخه د جلال‌اباد پر لور د غځېدلي سړک پر دوو برخو هم کار روان دی؛ لومړۍ برخه یې له مکرویانو څلورلارې تر پکتیاکوټ پورې ۹،۳ کیلومتره اوږدوالی لري او پر جوړولو یې ۶۸۰ میلیون افغانۍ لګښت راځي او ټاکل شوې چارې یې د روان کال تر پایه بشپړې شي.

هغه زیاته کړه، دویمه برخه له پکتیاکوټ څخه تر تنګي غارو پورې شاوخوا لس کیلومتره اوږدوالی لري، عملي چارې یې پیل شوې او پر جوړولو یې یو میلیارد او ۲۱ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

د شاوخوا ۴۰۰ کیلومتره سړکونو بیارغول  

نعمت الله بارکزی وایي چې په تېرو پنځو کلونو کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۴۰۰ کیلومتره سړکونه بیارغول شوي دي.

هغه وویل: «موږ داسې یوه پروسه لرو چې دا سړک نن جوړ شو په سبا یې مراقبت ورسره شروع کېږي، که د کیلومتر په اساس درته ووایم یوازې سږ کال ۹۴ کیلو متره دا کار شوی دی، په تېر کال کې هم موږ ۹۴ کیلو متره سړکونه رغولي دي، که چېرې زه عمومي ارقام درته ووایم، په حدود د ۴۰۰ کیلو متره هغه سړکونه چې موږ پخوا جوړ کړي و هغه موږ بېرته رغولي دي.»

په کابل ښار کې د اوو هوايي پلونو جوړول

د کابل ښاروالۍ استازی وایي چې په کابل ښار کې د اوو هوايي پلونو جوړول په پلان کې دي چې د برکي سیمې هوايي پل یې تر ټولو ستره او د لوړې بودجې لرونکې پروژه ده.

د ده د معلوماتو له مخې، د برکي هوايي پل پر جوړولو ۱،۵ میلیارده افغانۍ لګښت راځي او دغه پروژه دوې برخې لري.

د هغه په وینا، د لومړۍ برخې د زېرګذر چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي؛ دغه برخه ۴۷۰ متره اوږدوالی لري، د برکي پل دویمه برخه ۷۰۰ متره اوږدوالی او ۴۴۰ پایې لري او تر اوسه یې شاوخوا ۵۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي.

بارکزی وایي، د برکي پل پروژه دوه کلنه ده، تېر کال پیل شوې او ټاکل شوې په ۱۴۰۶ کال کې بشپړه شي.

هغه وویل، دویم اساسي هوايي پل چې دا مهال پرې کار روان دی، د سالنګ واټ پل دی چې چارې یې په ۱۴۰۴ کال کې پیل شوې او په ۱۴۰۶ کال کې به بشپړې شي.

د ده د معلوماتو له مخې، د سالنګ واټ هوايي پل ۲۳۵ متره اوږدوالی لري او پر جوړولو یې ۴۶۲ میلیون افغانۍ لګښت راځي.

هغه زیاته کړه، بل د منار نجات هوايي پل دی چې تر اوسه یې رسمي عملي چارې نه دي پیل شوي، خو لومړنۍ چارې یې بشپړې شوې دي.

د ده په وینا، د شهید څلورلارې د هوايي پل ډیزاین بشپړ شوی او په سیمه کې د استملاک چارې روانې دي او ډېر ژر به یې عملي چارې پیل شي.

بارکزي وویل، د کابل هوايي ډګر په څلورلارې، د درېیم مکروریانو په څلورلارې او د کمپنۍ په سیمه کې هم درې نور پلونه جوړېږی د ډیزاین چارې یې روانې دي او له بشپړېدو وروسته به یې عملي کارونه پیل شي.

په پنځو کلونو کې څه باندې ۲۰ میلیارده افغانۍ انکشافي بودیجه

د کابل ښاروالۍ فرهنګي سلاکار وایي، په تېرو پنځو کلونو کې کابل ښاروالۍ د بېلابېلو انکشافي چارو لپاره څه باندې ۲۰ میلیارده افغانۍ بودیجه په پام کې نیولې وه، چې ډېره برخه یې پر بنسټیزو پروژو، په ځانګړي ډول د سړکونو پر جوړولو لګول شوې ده.

هغه وویل، د کابل ښاروالۍ ټوله بودجه د ښاروالۍ له خپلو کورنیو عوایدو برابریږي او له مالیې وزارت څخه یې یوه افغانۍ هم نه ده اخستې.

بارکزي زیاته کړه، د سړکونو او نورو پروژو په پلي کولو کې متوازن انکشاف په پام کې نیول کېږي او کابل ښاروالي هڅه کوي چې د ښار په ټولو ناحیو کې پروژې پلې او متوازن خدمات وړاندې کړي.

د پروژو د کیفیت څار؛ د څلورو پروژو قراردادونه لغوه شوي

بارکزي وویل، ښاروالۍ تر اوسه د څلورو پروژو قراردادونه د قراردادي شرکتونو د سرغړونو او د ډیزاین خلاف کارونو له امله له دغو شرکتونو سره لغوه کړي دي.

هغه وویل، د ګل‌باغ د لومړۍ برخې سړک یو له دغو پروژو څخه و چې قراردادي شرکت یې د ډیزاین خلاف کار کړی و او له شرکت سره قرارداد لغوه شو.

ده زیاته کړه، هغه شرکتونه چې قراردادونه یې د کابل ښاروالۍ له خوا لغوه شي، تور لېست ته اچول کېږي او بیا د ښاروالۍ په پروژو کې د کار اجازه نه لري.

لس زره جایدادونه استملاک شوي

بارکزي وایي، په تېرو پنځو کلونو کې په ټولیز ډول لس زره جایدادونه استملاک شوي، چې له نیمايي څخه ډېرو مالکانو یې خپل حقوق ترلاسه کړي او هغوی ته څه باندې پنځه میلیارده افغانۍ ورکړل شوې دي.

هغه زیاتوي: « په دې استملاک شوو جایدادونو کې داسې موضوعات هم تشه چې په عین حال کې پلار وفات شوی وي، نیمه ورثه دلته وي، نیمه په خارج کې وي، دوی خپل حقوقي ستونزې لري، خو کابل ښاروالي د دوی پیسې په یوه امانت اکونټ کې ږدي او هر کله چې دوی حقوقي مسایل حل کړي، د کابل له ښاروالۍ څخه خپلې پیسې اخیستی شي.»

هغه وویل، د کابل ښاروالۍ اساسي موخه دا ده چې په کابل ښار کې هېڅ کوڅه او سړک خام پاتې نه شي.

د بارکزي په وینا، د ښاروالۍ بودیجې ته په کتو ښایي دې موخې ته په پنځو یا لسو کلونو کې ورسېږي، خو هڅه یې دا ده چې ټول ښاریان په متوازن ډول اساسي خدماتو ته لاسرسی ولري.

د کابل اوسېدونکي د ښاروالۍ د فعالیتونو په اړه څه وایي؟

د کابل ښار د برکي سیمې اوسېدونکی ویس‌الدین وایي، کابل ښاروالۍ په تېرو پنځو کلونو کې په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د سړکونو د جوړولو او پراختیا په برخه کې، د پام وړ فعالیتونه کړي دي.

هغه زیاتوي، په یو شمېر سیمو کې نوي سړکونه جوړ شوي او په ځینو نورو کې موجود سړکونه پراخ شوي چې ورسره د خلکو د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

ویس‌الدین هیله څرګندوي چې په هېواد کې د بیارغونې او ابادۍ چارې دوام ومومي، څو د هېواد د لا پرمختګ زمینه برابره شي.

د کابل ښار د یکه‌توت سیمې اوسېدونکی جواد وایي، مخکې په سیمه کې د سړک نشتون خلک له ستونزو سره مخ کړي وو، خو شاوخوا دوه کاله وړاندې د قابلبای له سیمې تر میدان هوایي څلورلارې پورې د نوي سړک په جوړېدو د خلکو د تګ راتګ ستونزه هواره شوې ده.

هغه د کابل ښاروالۍ د دې اقدام ستاینه کوي او وایي، د نوي سړک له جوړېدو سره د سیمې د اوسېدونکو ګڼې ستونزې حل شوې دي.

د کابل ښار د نهمې ناحيې اړوند د هوت خېلو سیمې اوسېدونکی امین‌الله محمدي هم د سړکونو په برخه کې د ښاروالۍ هڅې ستایي، خو وایي په دغه سیمه کې د کابل جلال اباد پر سړک کار ډېر ورو روان دی، خاورې او ګردونه وې او خلک له ډېرو ستونز سره مخ دي.

هغه وویل: «کابل ښاروالي دې سړک ته پاملرنه نه کوي، یو ورځ دلته کار وکړي، بله ورځ بل ځای کې کار کوي، نيم کار یو ځای کې وکړي، نيم پرېږدي، کله یو ځای بند کړي کار پرې نه کوي، کله بل ځای بند کړي.»

دی له ښاروالۍ غوښتنه کوي چې د دې سړک چارې چټکې کړي.

کارپوه: د ښاروالۍ فعالیتونه مثبت دي، پر مټرو او برقي بسونو دې هم پانګونه وشي

د اقتصادي چارو شنونکی مشعل ستانکزی په تېرو پنځو کلونو کې د ۵۰۰ کیلومتره سړکونو جوړول او د شاوخوا ۴۰۰ کیلومتره نورو بیارغول مثبت ګام بولي، خو وایي، په کابل کې د نفوس او موټرو شمېر د پام وړ ډېر شوی؛ نو اړتیا ده چې پر سړکونو نوره پانګونه وشي او ۲۵ سلنه ښاري ساحه ټرانسپورټي زیربناوو ته ځانګړې شي.

ستانکزی د کابل ښاروالۍ له لوري د اوو هوايي پلونو د جوړولو پلان هم ښه اقدام بولي او وایي، دغه پلونه په لنډمهال کې د ترافیکي ګڼې‌ګوڼې په کمولو کې مرسته کولای شي، خو د کابل د ټرانسپورټي ستونزو د اوږدمهاله حل لپاره بسنه نه کوي.

هغه وویل: «نو ښه به دا وي چې د هوايي پلونو ترڅنګ پر مېټرو او برېښنايي بسونو هم کار وشي او له کابل ښاروالۍ څخه زموږ غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې یو پلان ولري، څو کابل په یوه معاصر او عصري ښار بدل شي.»

دی له قراردادي شرکتونو سره د څلورو پروژو د قراردادونو د لغوه کېدو په اړه وایي چې په پخوا به د ځینو قراردادي شرکتونو د کار کیفیت ستونزې لرلې، خو اوس د پروژو کیفیت ته ډېره پاملرنه کېږي.

د ده په وینا، د هغو قراردادي شرکتونو د قراردادونو لغوه کول او په تور لېست کې شاملول چې خپل کار په مطلوب کیفیت نه ترسره کوي، ښایي په لنډمهال کې پر ساختماني او سړک‌جوړونې پروژو فشار راولي، خو په اوږدمهال کې مثبت اغېز لري.

د ستانکزي په خبره، هغه شرکتونه چې د کار کیفیت ته ژمن نه وي او د عامه شتمنیو په برخه کې خپل مسوولیتونه په سمه توګه نه ترسره کوي، باید په تور لېست کې شامل او بیا ورته د پروژو د تطبیق فرصت ور نه کړل شي، ځکه چې د ده په وینا «د نورو شرکتونو لپاره یو درس شي او په ښه کیفیت باندې کار وکړي.»

ده د جایدادونو د استملاک په برخه کې هم د عادلانه چلند غوښتنه وکړه او ویې ویل، کابل ښاروالۍ باید د استملاک کېدونکو شخصي ملکیتونو د واقعي ارزښت پر بنسټ مالکانو ته مناسب بدیل یا پیسې ورکړي.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت‌الله بارکزی وایي، استملاک د لایحې مطابق ترسره کېږي او خلکو ته هم د کور او هم د ځمکې پیسې ورکول کېږي. هغه وایي، قیمتونه ټول د لایحې له مخې ټاکل کېږي او د ساختمان او ځمکې پیسې هم د همدې لایحې پر اساس ورکول کېږي. هغه زیاتوي، ښاروالي صلاحیت نه لري چې ټاکل شوي قیمتونه لوړ یا ټیټ کړي.