ژبه

د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د ۸۷ میلیون ډالرو په لګښت د پراختیایي پروژو چارې پیل شوې

هجرت‌الله کاکړ

۱۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶:۲۳

Views: ۳

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۵): د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د ۸۷ میلیون ډالرو په لګښت د ۲۱۵۳ بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت تر چتر لاندې، د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام په همغږۍ د هېواد د ۲۳ ولایتونو ۳۸ ولسوالیو په ۲۱۵۳ کلیو کې د شاوخوا ۸۷ میلیونه ډالرو په لګښت د بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې نن پیل شوې.

سرچینه زیاتوي، د پنجشېر ولايت مقام په تالار کې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور، مل پلاوي، د دغه ولایت والي حافظ محمداغا حکیم، د امنیې قومندان قاري احمدالله بدر، د کاپیسا ولایت د والي مرستیال مولوي اسدالله سنان، د پلې کوونکو او ملاتړ کوونکو مؤسساتو استازو، یو شمیر نورو مسوولینو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی و.

په یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبدالطیف منصور وویل: «دا نظام په ډېرو لویو قربانیو راغلی، موږ او تاسې باید د دغه نظام قدر وکړو او د شکر ځای دی نن په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت ټینګ دی چې مونږ ته یې زمینه برابره کړې ترڅو د هېواد په ګوټ ګوټ کې پراختیايي پروژې پلې کړو.»

هغه زیاته کړې: «خلک پر موږ حق لري چې مونږ ورته خدمت وکړو او د اسلامي امارت کارکوونکي دې په خپلو کارونو کې اخلاص وکړي او د مراجعینو ستونزو ته پروخت رسېدنه وکړي.»

خبرپاڼه کې راغلي، په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو جوړول او رغول، د ويالو پخول، د اوبولګولو کانالونو او کاریزونو جوړول او پاکول، د اوبولګولو ساختمانونو، د محافظوي او ګبیوني دیوالونو، پلچکونو او پلونو جوړول شامل دي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي، د یادو پروژو د کار په بهیر کې به زرګونه تنو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به یې په اړوندو برخو کې د هېوادوالو ستونزې هوارې شي.