ژبه

د غزني ګیرو ولسوالۍ ته غځېدلې لارې خرابوالي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي

واحدالله جمعه زاده

۲۳ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵:۰۶

Views: ۳

غزني ښار (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۵): د غزني د ګیرو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دې ولسوالۍ ته غځېدلې عمومي لارې له ډېر خراب وضعیت سره مخ دي، د تګ راتګ پر مهال خلک له جدي ستونزو سره مخ کېږي او د ناروغانو د انتقال پر مهال د لارې اوږدوالی او خرابوالی د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

د ګیرو ځینې قومي مشران وايي، دې ولسوالۍ ته له غزني څخه دوه ـ درې لارې غځېدلې دي، خو د سیمې د خلکو په خبره، ټولې په خراب وضعیت کې دي او د غزني تر مرکز پورې د سفر لپاره کله ناکله پنځه ـ شپږ ساعته وخت لګېږي.

د ګیرو ولسوالۍ ځینې لرې پرتې سیمې د غزني ښار له مرکز څخه شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره واټن لري.

د یادې ولسوالۍ یو قومي مشر حاجي محمدنبي پژواک ته وویل، د لارې خرابوالی – په ځانګړي ډول د ناروغانو لپاره – لویه ستونزه ده.

هغه وویل، د لارې د خرابوالي له امله له ګیرو څخه د غزني تر مرکز پورې سفر پنځه یا شپږ ساعته وخت نیسي او د ناروغانو د انتقال پر مهال هم جدي ستونزې رامنځته کېږي. د ده په وینا، په ځینو مواردو کې ناروغان تر روغتیايي مرکز پورې له رسېدو مخکې مړه شوي دي.

د ده په وینا، د لارې په اوږدو کې په څو سیمو کې ژور رودونه هم شته چې د تېرېدو لپاره مناسب پلونه نه لري او له همدې امله د بارانونو او سېلابونو پر مهال د خلکو ستونزې لا زیاتېږي.

بل قومي مشر ګل شاه هم وايي، کله چې اوبه زیاتې شي، د لارې ځینې برخې بندېږي او خلک له سختو ستونزو سره مخ کېږي.

هغه وویل، په روان کال کې د دې لارې په اوږدو کې دوه کسان اوبو وړي او تېر کال هم د یوې کورنۍ درې غړي په همدې سیمه کې د اوبو له امله مړه شوي وو.

ګل شاه زیاتوي: «په دې لاره کې رودونه او جلګې دي، خو په ډېرو ځایونو کې پلونه نشته. کله چې اوبه راشي، لاره بنده شي او مسافر له سختو ستونزو سره مخ شي.»

د ګیرو ـ غزني پر لاره موټر چلوونکي هم وايي، د سړک خرابوالی نه یوازې د موټرو د خرابېدو او د سفر د وخت د اوږدېدو لامل شوی، بلکې د مسافرو ژوند یې هم له خطر سره مخ کړی دی.

موټر چلوونکی محمد غیاث وویل: «موږ هره ورځ په همدې لارو تګ راتګ کوو. لار ډېره خرابه ده؛ د ناروغانو، ښځو او ماشومانو د انتقال پر مهال مو داسې پېښې هم لیدلې چې ناروغ د لارې په اوږدو کې ساه ورکړې ده.»

په ورته وخت کې د ولسوالۍ چارواکي وایي چې دا ستونزه یې له اړوندو ادارو سره شریکه کړې ده.

د ګیرو ولسوال مولوي محمدایوب جبیر هم د ولسوالۍ د سړکونو خراب وضعیت تاییدوي او وايي، دغه لار یوازې د ګیرو د خلکو د تګ راتګ لپاره نه ده، بلکې د څو ولسوالیو او ولایتونو ترمنځ مهمه لاره ده.

جبیر وویل، دغه لار د غزني د اندړو او ګیرو ولسوالیو له لارې د پکتیکا ولایت له خیرکوټ، بکخېل، جاني‌خېل او وازې‌خوا ولسوالیو سره نښلي.

دی وايي: «موږ له دولتي مشرانو سره په وار وار خپلې ستونزې شریکې کړي، ناستې مو کړي او وړاندیزونه مو کړي دي. د لارې د جوړېدو په اړه ژمنې هم شوي، خو تر اوسه یې په عملي برخه کې کوم څرګند بدلون نه دی لیدل شوی.»

د غزني د ټولګټو چارو رئیس مولوي عبدالولي احمد طیب بیا وايي، د ګیرو ولسوالۍ د لارې ترڅنګ د غزني ولایت ټولو ۱۸ ولسوالیو ته غځېدلې لارې په پام کې نیول شوي دي.

هغه وویل، د ولایت د ولسوالیو د سړکونو وضعیت ارزول کېږي او هڅه کېږي چې د شته امکاناتو په چوکاټ کې د خرابو لارو د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره شي.

طیب زیاته کړه، د ګیرو ولسوالۍ لار هم د هغو لارو له ډلې ده چې د خلکو د ستونزو له مخې یې وضعیت باید وڅېړل شي او د رغونې اړتیاوې یې په پام کې ونیول شي.

د غزني ګیرو ولسوالۍ لار یوازینۍ هغه لاره نه ده چې خلک یې له خراب وضعیت څخه شکایت کوي، بلکې د دغه ولایت د نورو ولسوالیو، لکه ناوې، جاغوري، رشیدان، ناور او زنخان لارې هم له ورته ستونزو سره مخ دي.

چارواکي وایي، دا مهال د غزني او خوګیاڼو ولسوالۍ ترمنځ او د اجرستان او مالستان ولسوالیو ترمنځ د سړکونو جوړولو چاري روانې دي.