کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۵): د پاکستان رسنۍ وایي چې د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ پر یوه امنیتي پوسته برید کې نهه پولیس وژل شوي او پنځه نور وسلهوالو له ځان سره بیولي دي.
جیو نیوز راپور ورکړی چې دغه برید تېره شپه ناوخته د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د منګي سیمې د پولیسو پر یوه پوسته شوی دی.
د زیارت ولسوالۍ د پولیسو مشر عبدالقدوس ویلي، وسلهوالو له پوستې تر برید وروسته له پولیسو سره نښته کړط چې په پایله کې یې نهه پولیس وژل شوي دي.
د هغه په خبره، بریدګرو له برید وروسته پنځه نور پولیس له ځان سره بیولي دي.
نوموړي زیاته کړې چې د وژل شوو پولیسو جسدونه د زیارت ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.
ورته مهال، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دغه برید غندلی دی.