کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵): نن د تېرې شنبې په پرتله په کابل ښار کې د ډالر او نفتي توکو بیې لوړې شوې او د اوړو بیه هم لږه پورته شوې ده؛ خو د ډېرو خوراکي توکو بیې ثابتې پاتې دي او د سرو زرو بیه راټیټه شوې ده.
د کابل ښار د شهزاده سرای د یوې صرافۍ خاوند حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۶۶ اعشاریه ۵۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۰ افغانیو بدلېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د چنګاښ په ۱۳مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۶۴ اعشاریه ۶۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۲۷ افغانیو بدلېدې.
د ده په وینا، په بازار کې د امریکايي ډالرو د کمښت له امله د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت لوړ شوی؛ خو پېر او پلور لا هم روان دی او احتمال شته چې بیه یې بېرته راټیټه شي.
نفتي توکي
د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، نن د یوه لېټر پټرولو بیه له ۷۳ څخه ۷۷ افغانیو او د یوه لېټر ډېزلو بیه له ۶۸ څخه ۷۳ افغانیو ته لوړه شوې ده.
همداراز، د کابل ښار د دهنباغ سیمې یوه دوکاندار محمدجان امین وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یوه کیلوګرام مایع ګاز بیه له ۵۶ څخه ۶۴ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د نفتي توکو پلورونکي وایي، د دغو توکو د بیو لوړېدل د اقتصادي بدلونونو او سیمهییزو ترینګلتیاوو له امله په نړیوالو بازارونو کې د بیو له زیاتوالي سره تړاو لري.
د نفتي توکو د بیو«Oil Price» وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، په نړیوالو بازارونو کې د یوه بېرل تېلو بیه ۷۱ اعشاریه ۴۱ امریکايي ډالره ده؛ په داسې حال کې چې تېره شنبه ۶۸ اعشاریه ۶۹ امریکايي ډالره وه.
خوراکي توکي
په کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې نن د اوو ورځو مخکې په پرتله د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو عمده بیه له ۱۵۷۰ څخه ۱۵۸۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
خو ده وویل چې نن هم، د تېرې شنبې په څېر، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې عمده بیه ۲۶۰۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه هندي وریجو بیه ۲۵۰۰ افغانۍ، د ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړیو بیه ۱۸۵۰ افغانۍ، د یوه کیلوګرام افریقايي تور چای بیه ۳۸۰ افغانۍ او د یوه کیلوګرام اندونیزیايي شین چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.
د ځینو توکو پرچون بیې له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې لږ او په ځینو نورو کې ډېر توپیر لري.
په کابل ښار کې د خوراکي توکو یو پرچون پلورونکی حامد صوفيزاده وویل چې نن د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو پرچون بیه ۱۶۳۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه هندي وریجو بیه ۲۵۵۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه ۲۶۵۰ افغانۍ، د ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړیو بیه ۱۸۵۰ افغانۍ، د یوه کیلوګرام اندونیزیايي شین چای بیه ۴۰۰ افغانۍ او د یوه کیلوګرام افریقايي تور چای بیه ۴۳۰ افغانۍ ده.
د سرو زرو بیه
د کابل ښار د یوه زرګرۍ خاوند محمدفواد وایي چې نن د اوو ورځو مخکې په پرتله د ۷۵۰ عیار یوه ګرام عربي سرو زرو بیه له ۷۲۳۰ څخه ۷۱۷۰ افغانیو او د ۵۸۵ عیار یوه ګرام روسي سرو زرو بیه له ۵۷۶۰ څخه ۵۷۲۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.
د سرو زرو پلورونکي وایي، د کابل ښار په بازار کې د سرو زرو د بیو بدلون په نړیوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلون سره تړاو لري.