ژبه

شي جين‌پينګ: چین به د مصنوعي ځیرکتیا د نوي نړۍوال نظم مشري وکړي

سهراب سرروي

۲۶ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۱:۱۳

Views: ۷

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۵): د چین ولسمشر شي جين‌پينګ د شانګهای د مصنوعي ځیرکتیا نړۍوال کنفرانس د پرانیستې پر مهال ویلي چې هېواد به يې د مصنوعي ځیرکتیا د نوي نړۍوال نظم په رامنځته کولو کې مخکښ رول ولوبوي او د دې ټکنالوجۍ د پرانیستې سرچینې د پراختیا ملاتړ به وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې، شي جين‌پينګ نن (جمعه) په دغه کنفرانس کې له هېوادونو وغوښتل چې د پرانیستې سرچینې مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا له فرصتونو ګټه واخلي.

هغه زياته کړې چې چین به له مخ پر ودې هېوادونو سره د مصنوعي ځیرکتیا د ظرفیتونو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

رویټرز لیکلي چې د چین ولسمشر مصنوعي ځیرکتیا د بخار ماشین او برېښنا د اختراع په کچه یوه مهمه ټکنالوجیکي لاسته‌راوړنه بللې او ویلي یې دي چې بېجینګ چمتو دی خپله ټکنالوجي او پوهه د نړۍ له سوېلي هېوادونو سره شریک کړي او د دې ټکنالوجۍ د نړۍوالو معیارونو په جوړولو کې ونډه واخلي.

د راپور له مخې، شي جين‌پينګ د «مصنوعي ځیرکتیا د نړۍوالې همکارۍ سازمان» (WAICO) د جوړېدو خبر هم ورکړی چې ۲۹ هېوادونه به یې غړي وي او دا یې د مصنوعي ځیرکتیا د نړۍوالې پراختیا لپاره مهم ګام بللی دی.

هغه ټینګار کړی چې د مصنوعي ځیرکتیا سیسټمونه باید د انسان تر کنټرول لاندې پاتې شي او له هېوادونو یې غوښتي چې د دې ټکنالوجۍ د خطرونو د مدیریت لپاره د خبرداري لومړني سیسټمونه او د بېړني غبرګون لارې چارې رامنځته کړي.

د یادونې ده، د مصنوعي ځیرکتیا نړۍوال کنفرانس د جولای له ۱۷مې تر ۲۰مې په شانګهای کې جوړېږي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش، د قزاقستان ولسمشر قاسم ژومارت توکایف او د ټایلنډ لومړي وزیر انوټین چارنویراکول د دغه کنفرانس له ګډونوالو څخه دي.