کندهار (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۵): د کندهار صنعتي پارک د جنوبي برخې د عمومي سړک جوړولو پروژه، چې ۲۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي، پیل شوه؛ صنعتکاران او سوداګر وایي، د دغه پارک د سړکونو او نورو بنسټیزو برخو بیارغونې ته جدي اړتیا ده.
د کندهار ښاروالۍ نن (یکشنبې) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې پروژې کار پیل کړ.
د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، یاد دوهطرفه سړک به ۷۰۰ متره اوږد او ۴۰ متره پلن جوړ شي او چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.
د کندهار ښاروال مولوي عبدالله روحاني د یادې پروژې د پیل په مراسمو کې وویل: «که څه هم د صنعتي پارک رغونه زموږ له اساسي مسوولیتونو څخه نه ده، خو زموږ هوډ دا دی چې له صنعتي پارک څخه ترلاسه کېدونکي عواید بېرته د همدې پارک د ابادۍ او پراختیا لپاره ولګول شي او په تدریجي ډول د سړکونو جوړولو چارې هم ترسره کړو.»
د کندهار د وچې مېوې د اتحادیې مرستیال بسمالله نوري د ښاروالۍ د دې اقدام هرکلی کوي او وایي، د صنعتي پارک د سړکونو او نورو برخو خراب وضعیت له کلونو راهیسې صنعتکارانو او سوداګرو ته ستونزې جوړې کړې دي.
هغه د صنعتي پارک د چاپېریال پر وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د دوړو او ککړ چاپېریال له امله د وچې مېوې کیفیت او ارزښت اغېزمن کیږي.
د کندهار د صنایع او معدن خونې مسوولین وایي، دوی له دې وړاندې څو ځله له اړوندو مسوولینو غوښتي وو چې د صنعتي پارک د سړکونو، اوبو سیسټم او نورو بنسټیزو برخو د رغونې لپاره اقدام وکړي.
د یادې خونې مرستیال احمدالله عزیزي وویل: «د کندهار صنعتي پارک په شمالي او جنوبي برخو کې ډېر کار ته اړتیا ده؛ ځکه دلته د بارانونو پر مهال اکثره وخت موټر چپه کېږي او نورې ستونزې هم رامنځته کېږي، نو باید د بیارغونې دا چارې دوامداره شي.»
د کندهار صنعتي پارک د دغه ولایت د صنعتي فعالیتونو له مهمو مرکزونو څخه دی چې ګڼ شمېر فابریکې، تولیدي شرکتونه او د مېوو د بسته بندۍ کارځایونه پکې فعالیت کوي او زرګونو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.