ژبه

خوست کې یو ځوان د خپل ماما د زوی له لوري په ډزو وژل شوی

محمد یوسف منګل

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۵:۳۷

Views: ۱۰۹

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵): د خوست امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په اسماعیل‌خېلو  مندوزیو ولسوالۍ کې یو ځوان د خپل ماما د زوی له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د خوست د امنیې قوماندانۍ ویاند طاهر احرار پژواک ته وويل چې دغه پېښه پرون مازدیګر شاوخوا څلور بجې شوې ده.

هغه زیاته کړه، بلال د ملنګ زوی د نامعلوم دلیل له مخې د خپل ماما د زوی له لوري د تومانچې په ډزو ویشتل شوی او روغتون ته له لېږدولو وروسته یې ساه ورکړې ده.

احرار زیاتوي، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ولسوالۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبین سیمې ته تللي، څېړنې یې پیل کړې او د وژل شوي ځوان د کورنۍ اظهارات یې ثبت کړي دي.

د هغه په خبره، د وژل شوي ځوان د کورنۍ د څرګندونو له مخې، بلال د خپل ماما د زوی له لوري – چې ادعا کېږي نشه‌یي مواد یې هم کارول – له یوې کوچنۍ لفظي شخړې وروسته په ډزو وژل شوی دی.

د خوست د امنیې قوماندانۍ د ویاند په وینا، په پېښې عامل له سیمې تښتېدلی او د نیولو هڅې یې روانې دي.