کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵): له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي اداره وایي چې په نورستان کې د سېلابونو له امله تر اوسه ۲۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی، ۸۰ ټپیان شوي او شاوخوا سل نور لا هم نادرکه دي.
دغه سېلابونه پرون ماسپښین د نورستان ولایت په مرکز پارون ښار کې راوتلي چې د ځاني زیانونو ترڅنګ یې مالي زیانونه هم اړولي دي.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې ویاند قاري تاجمحمد همت د دغو سېلابونو د زیانونو په اړه وايي: «تر دې دمه ۲۳ هېوادوال شهیدان شوي، د ۱۵ شهیدانو مړي موندل شوي، اتیا تنه ټپیان شوي او شاوخوا سل تنه لا هم نادرکه دي، اووه کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي، ۲۳ کورونه په نسبي ډول ویجاړ شوي، ۷۰ دوکانونه له منځه تللي، ۴۰ عرادې غټ او کوچني وسایط زیانمن شوي، ۱۱ هوټلونه په بشپړ ډول او نسبي ډول ویجاړ شوي دي.»
د هغه په خبره چې یادې شمېرې لومړنۍ دي او ښايي بدلون پکې راشي.
هغه زیاته کړې چې د پارون ښار د وضعیت ارزونې او د مرستو همغږۍ په موخه یو پلاوی له کابله نورستان ته تللی دی.