ژبه

د پېرو په پلازمېنه کې اورلګېدنې لس کسان مړه کړي

احمد صهیب حسرت

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰:۲۷

Views: ۲۰

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ ۱۴۰۵): د پېرو پولیسو ویلي چې د دغه هېواد په پلازمېنه لیما ښار کې په یوه استوګنیز کور کې د اورلګېدنې له امله د پنځو ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان مړه شوي دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه اورلګېدنه پرون (چهارشنبه) د لیما ښار په «لا ویکتوریا» سیمه کې په یوه استوګنیز کور کې رامنځته شوې ده.

د پېرو د پولیسو قوماندان اسکار اریولا خبریالانو ته ویلي چې د عدلي طب متخصصینو د اورلګېدنې د لامل معلومولو لپاره څېړنې پیل کړې دي.

تر اوسه د قربانیانو د هویت او د دې پېښې له امله د اوښتو زیانونو د کچې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.