ژبه

په خیبرپښتونخوا کې د پولیسو پر پوستې برید؛ ۹ پولیس وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي

احمد صهیب حسرت

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۰۹:۴۰

Views: ۱۴

کابل (پژواک، ۸ زمری۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د خیبرپښتونخوا په هنګو سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې د وسله‌والو په برید کې لږ تر لږه نهه پولیس وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي.

ډان ورځپاڼې د خیبرپښتونخوا د پولیسو د مشر ذوالفقار حمید له قوله لیکلي چې دغه برید د چهارشنبې په ماښام پر «خزینه بنده» پوستې شوی دی.

د هغه په وینا، وسله‌والو لومړی پر پوستې برید وکړ او وروسته یې د پولیسو مرستندویه ځواکونه هم په کمین کې په نښه کړل چې له امله یې د پولیسو یو زغره‌وال موټر زیانمن شو.

نوموړي ویلي، پولیسو د برید له شدت سره سره مقاومت وکړ او د نښتې پر مهال ۱۵ بریدکوونکي ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

په راپور کې راغلي چې په دې نښته کې د پولیسو د آمر مرستیال دیار خان په ګډون نهه پولیس ووژل شول او ۲۸ نور ټپیان شول.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دغه برید غندلی، د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د ژر روغتیا هیله کړې ده.