ژبه

لوګر کې ترافیکي پېښه؛ اوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

خان ولي احمدزی

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱:۴۳

Views: ۸

پل‌علم (پژواک، ۸ زمري ۱۴۰۵): د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د کابل–لوګر پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور کسان ټپیان شوي دي.

د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند، مولوي سلطان محمد سنګین پژواک ته وویل چې یاده پېښه پرون ناوخته د کابل – لوګر پر لویه لار د سید حبیب الله کلا په سیمه کې د کرولا ډوله موټر او ریکشې د ټکر له امله شوې ده.

هغه وویل چې په دغه پېښه کې دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه کسان ټپيان شوي دي.

دی وایي چې د لوګر د ټرافیکو مدیریت کارکوونکو ټپیانو ته لومړنۍ روغتیايي مرستې برابرې کړي او د درملنې لپاره یې کنجک روغتون ته لېږدولي دي.

چارواکي د دې ترافیکي پېښې اصلي لامل د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي او د ترافیکي اصولو نه مراعات کول بولي.