کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۵): د الجزایر په بومرداس ولایت کې د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه او ۴۴ نور ټپیان شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د الجزایر د ملکي خوندیتوب ادارې له قوله لیکلي چې دغه پېښه د جمعې په ورځ رامنځته شوې او ژغورونکو ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدولي دي.
سرچینې لیکلي چې د الجزایر لومړی وزیر سیفي غریب د بومرداس یوه روغتون ته ورغلی او د دې پېښې له یو شمېر ټپیانو سره یې لیدلي دي.
رویټرز زیاته کړې چې الجزایري چارواکو تر اوسه د بس د چپه کېدو د لامل په اړه جزئیات نه دي خپاره کړي او په دې تړاو څېړنې روانې دي.