ژبه

په پرو کې د یوې سیاحتي الوتکې د لوېدو له امله ۱۳ کسان مړه شوي

Ahmad sohaib

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۰۷:۲۰

Views: ۳۱

کابل (پژواک، ۱۲ اسد ۱۴۰۵): د پرو سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د دغه هېواد نازکا ښار ته څېرمه د سیلانیانو د یوې الوتکې د لوېدو په پېښه کې د ۱۱ بهرنیو سیلانیانو په ګډون ۱۳ کسان مړه شوي دي.
اسوشیټېډپرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه الوتکه د شنبې په ورځ د «نازکا کرښو» پر سر د سیاحتي الوتنې پر مهال په یوه کرونده کې لوېدلې ده.
د نازکا ښاروالۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یادې الوتکې سیلانیان د نازکا د تاریخي کرښو د هوايي نندارې لپاره لېږدول.
د نازکا کرښې د پرو په دښته کې د ځمکې پر مخ د لویو تاریخي نقشونو یوه ټولګه ده چې سلګونه کاله وړاندې د دغه هېواد د بومي اوسېدونکو له خوا رامنځته شوې او د حیواناتو بېلابېل انځورونه ښيي.
د نازکا د سیمه‌ییز حکومت د معلوماتو له مخې، یاده الوتکه د ایکا له ښار څخه الوتلې وه او د پرو د «ایرودیانا» شرکت اړوند وه.
د پرو د سوداګرۍ او ګرځندوی وزارت ویلي چې په دې الوتکه کې ۱۱ بهرني سیلانیان او د الوتکې دوه عمله سپاره وو.
د دغه هېواد دولتي خبري اژانس «آندینا» راپور ورکړی چې د پېښې په قربانیانو کې اووه ایټالویان، دوه جرمنان او دوه هسپانویان شامل دي.
د پرو چارواکو ویلي چې د الوتکې د لوېدو د لامل په اړه څېړنې پیل شوې دي.
ایرودیانا شرکت تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.