کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۵): د سوېلي کوریا پوځ وایي، شمالي کوریا د سمندر پر لور یو بالستیک توغندی توغولی چې تر ۷۰۰ کیلومترو ډېر واټن یې وهلی او له دې وروسته د سوېلي کوریا د ملي امنیت دفتر بېړنۍ غونډه کړې ده.
د سوېلي کوریا یونهاپ خبري اژانس د دغه هېواد د پوځ د ګډو ځواکونو د لوی درستیز له قوله راپور ورکړی چې یاد توغندی نن سهار شاوخوا ۶:۳۰ بجې د شمالي کوریا د ختیځ ساحل له «وونسان» سیمې څخه د ختیځ سمندر پر لور توغول شوی دی.
د راپور له مخې، توغندي تر ۷۰۰ کیلومترو ډېر واټن وهلی او وروسته په سمندر کې لوېدلی دی. د سوېلي کوریا چارواکو ویلي چې د دغه توغندي دقیق ډول او نورې ځانګړنې د امریکا په همکارۍ څېړل کېږي.
د سوېلي کوریا د پوځ ګډ لوی درستیز ویلي چې د دغه هېواد او امریکا استخباراتي ادارو د توغندي توغول له لومړیو شېبو څارلي او اړوند معلومات یې سره شریک کړي دي او د نورو احتمالي توغندیو د توغولو د څار کچه هم لوړه شوې ده.
د سوېلي کوریا د ولسمشرۍ دفتر هم ویلي چې د دغه هېواد د ملي امنیت دفتر د توغندي له توغولو وروسته بېړنۍ غونډه کړې ده.
یاد دفتر د شمالي کوریا له خوا د بالستیک توغندي توغول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړهلیکونو سرغړونه بللې او د شمالي کوریا له حکومته یې غوښتي چې دغه ډول اقدامات ودروي.
په ورته مهال، جاپاني چارواکو ویلي چې توغندی د دغه هېواد له ځانګړې اقتصادي سیمې بهر په سمندر کې لوېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د شمالي او سوېلي کوریا ترمنځ کړکېچ وروسته له هغه زیات شوی چې د سپټمبر په ۲۱مه د دواړو هېوادونو ترمنځ په غیرنظامي سیمه کې ځمکني ماینونه وچاودېدل او درې د سوېلي کوریا سرتېري ټپیان شول.