کندهار (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۵): د کندهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د ارغستان ولسوالۍ پولیسو د غلاوو او قتل په تور څلور کسان نیولي دي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید د سهشنبې په ورځ پژواک ته وویل، یاد کسان د ارغستان ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو له خوا د کشفي معلوماتو پر بنسټ نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه، نیول شوو کسانو څه موده مخکې د دامان ولسوالۍ په سرې کلا سیمه کې یو کس په ډزو وژلی و او د هغه الټو موټر یې غلا کړی و.
سرچینه وايي چې دغهراز دغه کسان لومړی د خلکو د سولري مولدونو د غلا په تور تر تعقیب لاندې وو، خو د تحقیقاتو پر مهال یې اعتراف کړی چې د دامان ولسوالۍ د قتل په پېښه کې هم لاس لري.
دی وایي، د مقتول غلا شوی موټر امنیتي ځواکونو د سپینبولدک ولسوالۍ له ساحې ترلاسه کړی او ټاکل شوې د قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته د مقتول کورنۍ ته وسپارل شي.
د جمشید په خبره، نیول شوي کسان به له لومړینو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.