ژبه

هېواد کې تر اوسه څه باندې ۶۵ زره راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوې دي

احمد صهیب حسرت

۱۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴:۰۰

Views: ۱۰

کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۵): د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، تر دې مهاله راستنو شوو کورنیو ته په ټول هېواد کې ۶۵ زره او ۱۵۴ د ځمکې نومرې وېشل شوې دي او دا لړۍ لا هم په منظم او چټک ډول روانه ده.

د کور او ښار جوړولو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت په مشرۍ د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو د وېش کمېټې له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې راستنو شوو کورنیو ته د استوګنیزو نومرو د وېش لړۍ دوام لري.

د خبرپاڼې له مخې، د تېرې دوشنبې په ورځ په پنځو ولایتونو کې له زر ډېرو راستنو شوو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د ځمکې نومرې ووېشل شوې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې ۶۹۳، په پکتیکا کې ۱۰۸، په نیمروز کې ۱۱۲، په فاریاب کې ۱۵۰ او په بامیان کې ۱۰۰ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې ورکړل شوې دي.

یاد وزارت لیکلي، د یادې شمېرې له مخې، یوازې د همدې ورځې په جریان کې ټولې ۱۱۶۳ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې ووېشل شوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت لیکلي چې تر دې مهاله په ټول هېواد کې د استوګنیزو ځمکو د وېش د بهیر له مخې ۶۵ زره او ۱۵۴ راستنو شوو کورنیو ته نومرې ورکړل شوې دي او دا لړۍ لا هم په منظم او چټک ډول روانه ده.

د یادونې ده، د استوګنیزو ځمکو د وېش پروسه د راستنو شوو کورنیو د دایمي مېشتېدنې، ټولنیز ثبات او اقتصادي پیاوړتیا په موخه پر مخ وړل کېږي، څو هغوی وکولای شي په خپل هېواد کې په ارامه خپل ژوند له سره پیل کړي.