کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۵):د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د هغو درېیو افغان کډوالو جسدونه کابل ته لېږدول شوي چې په ایټالیا کې د اورلګېدنې په یوه پېښه کې یې ژوند له لاسه ورکړی و.
د روان کال په غبرګولي میاشت کې ایټالوي چارواکو ویلي وو چې د دغه هېواد په سوېل کې د کوزنزا ولایت اړوند امېندولارا سیمه کې درې افغانان او یو پاکستانی وګړی د یوه خونړي برید پر مهال په یوه موټر کې ژوندي سوځول شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، دغه پېښه د تېلو په یوه پمپ کې رامنځته شوې وه.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د هغو درېیو افغان کډوالو جسدونه چې د غبرګولي په ۱۱مه په ایټالیا کې د اورلګېدنې په پېښه کې مړه شوي وو، د زمري په پنځمه او شپږمه کابل ته ولېږدول شول.
د خبرپاڼې له مخې، یاد کسان د بلخ، پروان او ننګرهار ولایتونو اوسېدونکي وو. د وزارت په وینا، هغوی وروسته له هغه ووژل شول چې یوه پاکستاني وګړي د شخصي دښمنۍ له امله د دوی موټر ته اور واچاوه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د کابل له هوایي ډګره د جسدونو د لېږد لپاره درې امبولانسونه ځانګړي کړي وو.
د عصمتالله جسد د بلخ ولایت شولګرې ولسوالۍ، د فضل امین جسد د کابل ښار دولسمې ناحیې او د امجد صافي جسد د پروان ولایت کوهصافي ولسوالۍ ته لېږدول شوی دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ، له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان کډوالو وضعیت ته ډېره پاملرنه وکړي او د زیانونو او تاوتریخوالي پر وړاندې یې ملاتړ وکړي.
د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني د دغې پېښې او د څلورو کسانو د قصدي وژنې په غبرګون کې ویلي وو چې دې پېښې سخته ټکان ورکړی او دا یې «وحشتناک جنایت» بللی و.