کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۵): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن سعودي عربستان ته په یو ورځني رسمي سفر ولاړ؛ ټاکل شوې ده چې نوموړی د دغه هېواد له ولیعهد او لومړي وزیر محمد بن سلمان او د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره وګوري او خبرې وکړي.
د ترکي رسنیو د راپور له مخې، د ترکیې د ولسمشرۍ د اړیکو ادارې مشر برهانالدین دوران پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه لیدنې د سیمې په کچه د انقرې د ډیپلوماتیکو هڅو په چوکاټ کې ترسره کېږي، خو تر اوسه د اجنډا او د بحث کېدونکو موضوعاتو په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.
ترکي رسنیو راپور ورکړی چې تمه ده په دغو لیدنو کې پر دوهاړخیزو اړیکو او سیمهییزو تحولاتو خبرې وشي.