ژبه

ځواکمن لاسونه؛ غور کې هغه ښځه چې د خیاطۍ او خامک‌دوزۍ له لارې د کورنۍ نفقه برابروي

نسرین سیدی

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵:۲۷

Views: ۱۷

فیروزکوه (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۵): مهتاب چې اته کاله مخکې یې خپل مېړه د ماین په یوه چاودنه کې له لاسه ورکړی او اوس د خیاطۍ او خامک‌دوزۍ له لارې د خپلو څلورو ماشومانو پالنه کوي، وايي چې د ثابت بازار نشتوالي او د لومړنیو توکو د بیو لوړوالي د دوی د کار پر وړاندې ستونزې جوړې کړې دي.

خیاطي او خامک‌دوزي په افغانستان، په ځانګړې توګه غور ولایت کې له دودیزو هنرونو او کسبونو بلل کېږي چې ښځې، په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو او کم‌ عایدلرونکو کورنیو کې ترې د عاید ترلاسه کولو او د ژوند د لګښتونو پوره کولو لپاره کار اخلي.

مهتاب؛ مور او د کورنۍ نفقه برابروونکې

د فیروزکوه ښار په یوه خامه کوڅه کې له یوه کوره د خیاطۍ د ماشین منظم غږ اورېدل کېږي؛ دا هغه ځای دی چې ۳۶ کلنه مهتاب پکې له کلونو راهیسې د تار، ستنې او ټوکر په وسیله په خپلو لاسونو د کورنۍ لګښتونه برابروي.

هغه د کور د نورو کارونه ترڅنګ جامې ګنډي او خامک‌دوزي کوي او له دې لارې د کورنۍ لګښتونه برابروي.

مهتاب اته کاله مخکې د غور په پسابند ولسوالۍ کې خپل خاوند له لاسه ورکړ او وروسته یې د خپلو څلورو ماشومانو سرپرستي په یوازې ځان پر غاړه واخیسته.

هغې د دې پېښې له لومړیو کلونو وروسته له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وه، خو وروسته یې د یوې موسسې له خوا د خیاطۍ په یوه روزنیز کورس کې له ګډون سره دغه کسب زده کړ او د اړتیا وړ وسایلو له ترلاسه کولو وروسته یې په خپل کور کې کار پیل کړ.

مهتاب وایي: «کله چې زموږ د کور سړی شهید شو، له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ شوم، تر دې چې بالاخره مې خیاطي او خامک‌دوزي زده کړه او اوس خپلو مشتریانو ته جامې ګنډم.»

اوس مهتاب د جامو ګنډلو او خامک‌دوزۍ له لارې د خپلې کورنۍ د ژوند یوه برخه لګښتونه برابروي.

هغې زیاته کړه: «د هرې جوړې جامو ګنډلو پر ۲۰۰ افغانۍ اخلم او د هر خامک‌دوزي یخن بیه له زرو تر پنځو زرو افغانیو پورې ده، چې ګنډم یې او یا یې بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کوم.»

که څه هم د دې ښځې عاید محدود دی، خو نوموړې وایي، همدا لږ عاید یې د څلورو ماشومانو د نفقې او اړتیاوو پوره کولو لپاره بسنه کوي او دې ته یې زمینه برابره کړې چې په خپل هنر او هڅو سره د خپلې کورنۍ د ژوند چارې پر مخ یوسي.

د هغې په خبره، که د ښځو د لاسي صنایعو د خرڅلاو لپاره ښه زمینه برابره شي، کولای شي ډېر فرمایشونه ترلاسه او د خپلې کورنۍ عاید زیات کړي.

هغې وویل: «هیله مې دا ده چې کار مې ډېر شي، پېرېدونکي زیات شي او وکولای شم خپلو اولادونو ته ښه ژوند برابر کړم.»

مهتاب زیاته کړه چې د خپلو ماشومانو د ښه راتلونکي لپاره هڅې کوي او چمتو ده چې ډېر ساعتونه کار وکړي او د خیاطۍ او خامک‌دوزۍ هنر لا پراخ کړي.

هغه هیله لري چې یوه ورځ وکولای شي یوه کوچنۍ کوټه ځان ته د خیاطۍ پر کارځای بدله او د خپلې کورنۍ د لګښتونو ترڅنګ، څو نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړي.

کورنی هنر؛ له موره له میراثه د عاید تر سرچینې

د فیروزکوه ښار په بله برخه کې ۳۲ کلنه فیروزه د ګلدوزۍ برخه کې کار کوي او ډېری وخت د خپل کور په یوه ګوښه کې د تار او ستنې په وسیله پر جامو او ټوکرانو بېلابېل نقشونه جوړوي.

هغې وویل چې ګلدوزي یې له خپلې مور زده کړې او وروسته یې د کورنۍ د اقتصادي اړتیاوو له زیاتېدو سره دغه هنر د عاید پر سرچینه بدل کړی دی.

فیروزې زیاته کړه چې د سیمې د خلکو فرمایشونه مني او له بشپړېدو وروسته ګلدوزي شوي کالي او ټوکران خپلو پېرېدونکو ته سپاري.

د نوموړې په خبره: «د ګلدوزۍ کار اسانه نه دی، خو کله چې وینم د خپلو لاسونو له کاره پیسې ترلاسه کوم او د کور په لګښتونو کې مرسته کولی شم، ستړیا مې کمه شي.»

فیروزه زیاتوي چې د لاسي صنایعو د خرڅلاو لپاره د ثابت بازار نشتوالی او د تار، ټوکر او نورو اړینو توکو د بیو لوړوالی یې له عمده ستونزو دي.

خو نوموړې هیله لري داسې زمینه برابره شي چې د ګلدوزۍ برخه کې په کار بوختې ښځې وکولای شي خپل محصولات په سیمه‌ییزو بازارونو او نندارتونونو کې نندارې او خرڅلاو ته وړاندې کړي او د هنرمندو ښځو لا ډېر ملاتړ وشي، څو هغوی د خپلو مهارتونو له لارې عاید ترلاسه او د خپلو کورنیو یوه برخه اقتصادي بار پر غاړه واخلي.

غور کې سلګونه ښځې په خیاطۍ او خامک‌دوزۍ بوختې دي

د غور د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسووله اورانوس عارفه د ښځو د کار ملاتړ کوي او وایي چې د دغه ولایت ښځې په خیاطۍ، ګلدوزۍ او خامک‌دوزۍ کې ښه مهارتونه لري او د همدغو هنرونو له لارې یې د خپلو کورنیو د لګښتونو په پوره کولو کې ونډه اخیستې ده.

نوموړې زیاتوي: «هغه ښځې چې واړه کاروبارونه لري، ډېری یې په کورونو کې کار کوي، تولیدات د سیمې پر مشتریانو پلوري او د خپلو کورنیو د اقتصادي اړتیاوو پوره کولو کې مرسته کوي.»

هغې زیاته کړه، هڅه کوي د نندارتونونو په جوړولو سره د ښځو لاسي صنایع معرفي او د هغوی لپاره نورو بازارونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي، څو ښځې له دغو فرصتونو د خپلو کارونو د پراختیا او عاید زیاتولو لپاره ګټه واخلي.

نوموړې هیله څرګنده کړه چې د ښځو لاسي صنایعو ته د پاملرنې له زیاتېدو سره به هغوی وکولای شي خپل لاسي کارونه لا پراخ او له دې لارې خپلو کورنیو ته ډېر عاید برابر کړي.

د هغې په خبره، په دغه ولایت کې له ۳۰۰ ډېرې ښځې په بېلابېلو برخو، لکه خیاطۍ، خامک‌دوزۍ، ګلدوزۍ، لاسي صنایعو او نورو برخو کې پر کار بوختې دي چې له دې ډلې ۲۵ ښځو د سوداګرۍ او صنایعو له خونې د فعالیت رسمي جوازونه ترلاسه کړي دي.