کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۵): د کابل امنیه قومانداني وایي چې نن سهار د ۱۸مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې څلور وسلهوال غله له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، یاد وسلهوال غله د یادې حوزې مربوطاتو کې یوه کور ته دننه شوي وو چې په اړه یې امنیتي ځواکونو ته راپور ورکړل شو.
سرچینه زیاتوي چې امنیتي ځواکونه په چټکۍ سیمې ته رسېدلي او له وسلهوالو غلو سره یې نښته کړې ده.
هغه زیاتوي چې په دې نښته کې څلور واړه غله وژل شوي او له هغوی دوه میله تومانچې هم ترلاسه شوې دي.