پاراخ (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۵): د پنجشېر سیمهییز چارواکي وايي، سوداګرو په دغه ولایت کې د څښاک اوبو، سیروم او غیرالکولي مشروباتو د تولید کارخونو جوړولو برخه کې ۱۰ میلیونه ډالر او د تفریحي پارکونو جوړولو برخه کې پنځه میلیونه افغانۍ پانګونه کړې ده.
د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پروژې د پانګونې راجلبولو په موخه د سیمهییزې ادارې د هڅو په پایله کې پیل شوې او اوس یې چارې روانې دي.
سرچینه زیاتوي چې د پنجشېر د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ودانۍ جوړولو لپاره هم اړینه ځمکه برابره شوې او ټاکل شوې چې د هغې جوړولو چارې راتلونکې اونۍ پیل شي.
د خبرپاڼې له مخې، یو شمېر سوداګرو د پنجشېر له والي حافظ محمداغا حکیم سره په لیدنه کې، چې د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي امینالحق ماثوري هم حضور درلود، د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ودانۍ جوړولو طرحه وړاندې کړه.
د پنجشېر والي د یاد اقدام هرکلی کړی او له سوداګرو او خصوصي سکټور سره یې د سیمهییزې ادارې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی. هغه له ملي پانګهوالو غوښتي چې په دغه ولایت کې له شته فرصتونو د پانګونې لپاره استفاده وکړي.
سرچینه زیاتوي چې تېر کال د صنعت او سوداګرۍ ریاست او په دې وروستیو کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه په پنجشېر کې رامنځته او خپل فعالیتونه یې پیل کړي دي.