ژبه

هرات کې د ۳۰ میلیون ډالرو په پانګونه د درملو جوړولو یوه فابریکه پرانیستل شوه

زرغونه صالحی

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴:۱۳

Views: ۱۹

هرات (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۵): په هرات کې د ۳۰ میلیون امریکايي ډالرو په پانګونه د درمل جوړولو یوه فابریکه پرانیستل شوه؛ هم‌مهاله د دې فابریکې د دویم فاز جوړولو چارې هم پیل شوې.

د عامې روغتیا وزارت نن (پنجشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې فابریکې د پرانیستې مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي، د خوړو او درملو معین مولوي حمدالله زاهد، د دولتي ادارو یو شمېر مسوولینو، د نړۍوالو بنسټونو استازو، د خصوصي سکټور غړو، ډاکټرانو، سوداګرو او صنعتکارانو ګډون کړی و.

سرچینې زیاته کړې، دغه فابریکه د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا، د باکیفیته درملو برابرولو او پر وارداتو د افغانستان د اتکا کمولو په موخه جوړه شوې او د شاوخوا ۳۰۰ ډوله درملو د تولید ظرفیت لري.

همدارنګه، د مراسمو پر مهال د فابریکې د دویم فاز چارې د ۱۵ میلیون امریکايي ډالرو په پانګونه شوې چې ټاکل شوې د زرقي درملو د تولید لپاره وکارول شي. د دغه فاز کلنی تولیدي ظرفیت به ۳۰ میلیونه امپوله او ۲۵ میلیونه ویاله وي.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د فابریکې د پرانیستې مراسمو کې د تولیدي ظرفیتونو پراختیا، د کورنیو پانګونو ملاتړ او پر وارداتو د اتکا کمول مهم وبلل.

هغه د درملو د تولید د مجهزو او معیاري فابریکو جوړول د درملو برخه کې د ځان‌بسیاینې او د هېواد د روغتیايي اړتیاوو پوره کېدو لپاره مهم ګام وباله.

بلخوا، د خوړو او درملو معین مولوي حمدالله زاهد د هېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره د تولید، صنعت او ټکنالوجۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.

هغه د تولیدي فابریکو جوړول د پانګونې ترڅنګ د خلکو د خدمت، د کاري فرصتونو رامنځته کېدو او اقتصادي پراختیا لپاره مهم وبلل.