ژبه

د کشتینګیرۍ دوو افغان لوبغاړو په نړۍوالو سیالیو کې دوه د برونزو مډالونه واخیستل

هجرت‌الله کاکړ

۲۵ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱:۴۹

Views: ۱۹

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۵): د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وايي، د کشتینګیرۍ دوو افغان لوبغاړو په تاجکستان کې د دغه ورزش په نړۍوالو سیالیو کې د برونزو دوه مډالونه اخیستي دي.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې رحیم‌الله نجمي او ذبیح‌الله احساني د خپلو سیالانو له ماتولو وروسته په دغو سیالیو کې د برونزو مډالونه ترلاسه کړي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، رحیم‌الله نجمي په ۶۵ کیلوګرامه وزن کې اذربایجاني او ایراني سیال ته ماته ورکړه، خو د روسي سیال پر وړاندې یې ماتې وخوړه او د برونزو مډال د ګټلو ترڅنګ یې ۵۰۰۰ امریکايي ډالره نغدي جایزه هم ترلاسه کړې ده.

سرچینې لیکلي، همدارنګه ذبیح‌الله احساني په ۷۸ کیلوګرامه وزن کې کوریايي او ایراني سیال ته ماتې ورکړه، خو د تاجکستاني سیال پر وړاندې یې ماتې خوړلې ده او د برونزو مډال د ګټلو ترڅنګ یې ۵۰۰۰ امریکايي ډالره نغدي جایزه ترلاسه کړې ده.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وايي، په دغو سیالیو کې د ۷۰ څخه د ډېرو هېوادونو ورزشکارانو ګډون کړی دی.

سرچینه زیاتوي، دغه سیالۍ د زمري په ۲۳مه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۶مې به دوام وکړي.