کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵):د جاپان په ختیځ او د توکیو په شاوخوا سیمو کې د ۵.۹ درجې زلزلې له امله تر ۳۰ ډېر کسان ټپیان شوي؛ خو چارواکي وایي چې دې زلزلې د سونامي خطر نه درلود.
زلزلې د یکشنبې ورځې په لومړیو ساعتونو کې د جاپان د پلازمېنې توکیو په ګډون د دغه هېواد د ختیځ ځینې سیمې ولړزولې.
د راپور له مخې، ډېری ټپیانو سطحي ټپونه اخیستي دي. یو شمېر کسان د زلزلې پر مهال پر ځمکه لوېدلي یا د کور له وسایلو سره لګېدلي دي.
زلزلې د اورګاډو تګ راتګ هم له ځنډ سره مخ کړی او د اوبو یوه نللیکه یې ماته کړې ده.
جاپاني چارواکي وایي، له زلزلې وروسته د سونامي خبرداری نه دی صادر شوی او تر اوسه د دغه هېواد اټومي تأسیساتو ته د زیان رسېدو راپور هم نه دی ورکړل شوی.
جاپان د نړۍ په یوې تر ټولو فعالې زلزلهخېزې سیمې کې پروت دی او هر کال یې په بېلابېلو برخو کې ګڼې زلزلې رامنځته کېږي.