کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۵): د کرکټ اسیایي شورا د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو د کمعمره ځوانانو اسیا جام مهالوېش او ګروپونه اعلان کړي چې افغانستان له سریلانکا، بنګلهدېش او مالیزیا سره یوځای لوبېږي.
د کرکټ اسیایي شورا نن ویلي چې د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو د کمعمره ځوانانو اسیا جام یو ورځنۍ سیالۍ د عمان په کوربهتوب د نومبر په ۵مه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۱۴مې نېټې به دوام وکړي.
د دغو سیالیو په اې ګروپ کې د هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او نیپال او همدارنګه په بي ګروپ کې د افغانستان، سریلانکا، بنګلهدېش او مالیزیا لوبډلې شاملې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ د تلې په ۱۳مه ویلي وو چې د هېواد د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله به د اکټوبر په ۱۰مه عمان ته سفر وکړي او هلته به د اکټوبر له ۱۳مې تر ۲۳مې نېټې د بنګلهدېش د ۱۹ کلنو لوبډلې پر وړاندې پنځه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان ځوانان به د اکټوبر په ۲۷مه او ۳۰مه هم د عمان د ۱۹ کلنو لوبډلې پر وړاندې دوه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.
د کرکټ بورډ ویلي، دغه سیالۍ د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو ته د افغان لوبډلې د چمتووالي په موخه ترسره کېږي.