ژبه

په تایوان کې چاودنې ۱۳ کسان ټپیان کړل

احمد صهیب حسرت

۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰:۰۸

Views: ۳۱

کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵):د تایوان په تاینان ښار کې د کثافاتو د راټولولو په یوه مرکز کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۳ کسان ټپیان شوي دي.

دا چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې اوروژونکو په یاد مرکز کې د اور وژنې عملیات ترسره کول.

د راپور له مخې، چاودنه زوروره وه او لږ تر لږه ۱۳ اوروژونکي او د سیمې اوسېدونکي پکې ټپیان شول.

تر اوسه د ټپیانو د روغتیایي وضعیت او د چاودنې د اصلي لامل په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي. سیمه‌ییزو چارواکو هم د پېښې د دقیق لامل په اړه معلومات نه دي وړاندې کړي.