ژبه

د ګیني پلازمېنه کې ځمک‌ښویېدنه؛ ۳۰ کسان مړه او ۲۲ نور ټپیان شوي

احمد صهیب حسرت

۲ وږی ۱۴۰۵ - ۰۹:۱۲

Views: ۱۰

کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د ګیني پلازمېنه کوناکري کې د ځمک‌ښویېدنې له امله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې دغه پېښه د یکشنبې په ورځ سهار شاوخوا دوه بجې، د کوناکري ښار په «ګېبېسیا» سیمه کې د شپې له سخت ورښت وروسته شوې ده.

د ګیني حکومت د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ۳۰ کسان مړه، شپږ سخت او ۱۶ نور سطحي ټپیان شوي دي.

ویل شوي چې سخت بارانونه د کثافاتو د یوې لویې ډېرۍ ښویېدو لامل شوي او د سیمې شاوخوا یې یو شمېر خېمې او غیرمعیاري کورونه لاندې کړي دي.

په راپور کې راغلي چې ژغورونکي د لویو ماشینونو او نورو وسایلو په مرسته سیمه کې تر خاورو لاندې د احتمالي لاندې شوو کسانو په لټون بوخت دي.

سرچینې لیکلي چې د ګیني حکومت څو ورځې وړاندې اعلان کړی و چې د موجودو خطرونو، په ځانګړي ډول د بارانونو په موسم کې به یاده سیمه وتړل شي او کثافات به له پلازمېنې بهر ولېږدول شي.

د ګیني لومړي وزیر امادو اوري باه له پېښې وروسته سیمې ته تللی او له خلکو یې غوښتي چې خپل ارام وساتي، له زیانمن شوو کسانو سره خواخوږي او پیوستون وښيي او د ژغورونکو ځواکونو او مسوولینو لارښوونې مراعات کړي.