ژبه

د ارامکو پر تاسیساتو د حوثیانو د برید له ادعا وروسته د تېلو بیې لوړې شوې دي

Ahmad sohaib

۱۳ تله ۱۴۰۵ - ۰۷:۴۷

Views: ۳

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۵): وروسته له هغه چې حوثیانو په سعودي عربستان کې د ارامکو پر تاسیساتو د برید ادعا وکړه، په نړیوال بازار کې د تېلو بیې لوړې شوې؛ دا په داسې حال کې ده چې سعودي د ریاض د هدف ګرځولو دغه ادعا ناسمه بللې وه.
رویټرز نن راپور ورکړی چې د برنټ خامو تېلو بیه ۸۱ سنټه، یا ۰.۷۹ سلنه، لوړه شوې او د یوه بېرل بیه ۱۰۳ اعشاریه ۰۶ ډالرو ته رسېدلې ده.
د راپور له مخې، د امریکا د وېسټ ټکساس انټرمیډیټ خامو تېلو بیه هم ۴۶ سنټه، یا ۰.۵۰ سلنه، لوړه شوې او د یوه بېرل بیه ۹۱ اعشاریه ۵۷ ډالرو ته رسېدلې ده.
رویټرز لیکلي، د تېلو بیې وروسته له هغه لوړې شوې چې حوثیانو پرون ادعا وکړه، په ریاض او خریص کې یې د سعودي عربستان د تېلو شرکت «ارامکو» پر تاسیساتو د بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
خو د سعودي په مشرۍ ائتلاف د ریاض د هدف ګرځولو په اړه د حوثیانو ادعا «ګمراه کوونکې» بللې ده.
ارامکو د سعودي عربستان د تېلو دولتي شرکت او د نړۍ د انرژۍ له سترو شرکتونو څخه دی. دغه شرکت د سعودي عربستان د تېلو په تولید، تصفیه او لېږد کې مهم رول لري او په فعالیتونو کې یې هر ډول ګډوډي د تېلو پر نړیوالې عرضې او بیو اغېز کولی شي.