ژبه

سمنګان کې یو ۵۰۰ کیلویي بم کشف او له منځه یووړل شو

احمد صهيب حسرت

۲ وږی ۱۴۰۵ - ۰۹:۴۰

Views: ۱۰

کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۵): له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي اداره وایي، د سمنګان په فیروزنخچیر ولسوالۍ کې یو ۵۰۰ کیلویي روسی بم کشف او په خوندي ډول له منځه وړل شوی دی.

د یادې ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست د بېړنۍ شمېرې له لارې یې د سمنګان د فیروزنخچیر ولسوالۍ د اوزان کلي یوه اوسېدونکي له لوري د یادې سیمې د خلکو ژوند ته د ګواښ او احتمالي خطر په اړه خبر ترلاسه کړ.

سرچینه زیاتوي چې وروسته د ډافا (DAFA) ماین‌پاکۍ مؤسسې د دویم چټک غبرګون تخنیکي ټیم یې سیمې ته واستاوه او د سمنګان له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ریاست په همغږۍ او همکارۍ یې د ناچاوده توکو د کشف او له منځه وړو عملیات ترسره کړل.

د خبرپاڼه له مخې، د عملیاتو پر مهال په اوزان کلي کې یو OFAB-500 ShR  ډوله ۵۰۰ کیلویي روسی بم له ساحې په خوندي ډول انتقال او له منځه یووړل شو.

یادې ادارې له خلکو غوښتنه کړې چې د ماینونو، ناچاوده او یا نورو شکمنو توکو د لیدلو په صورت کې هغو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي او سمدستي دې اړوندو مسوولینو ته خبر ورکړي، څو د احتمالي مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو مخه ونیول شي.